Homeخبرونهمتقي: په کور به چا ته شهادت نامې نه ورکول کېږي

متقي: په کور به چا ته شهادت نامې نه ورکول کېږي

تاند:( پنجشنبه، د جدي اتمه) د طالبانو د حاکمې ادارې د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي، چې څه موده مخکې ېې هم د دوی د لوړو زده کړو د وزیر شیخ ندا محمد ندیم پارونکو خبرو ته کنايوي غبرګون ښودلی و، په تازه څرګندونو کې بيا د نوموړي وروستيو خبرو پر وړاندې نيوکې کړي.

ملا متقي نن د خپلو دیپلوماتانو د لنډ مهاله زده کړو د پای ته رسېدو يوې غونډې ته د وینا پر وخت ټينګار وکړ، چې د استعدادونو له مخې به په دیپلوماتیکه دستګاه کې کسان ګماري.

نوموړي د طالبانو د لوړو زده کړو د وزیر هغې خبرې ته له څرګندې اشارې پرته چې ويلي وو « طالبانو ته د الوزولو ماينونو له مخې تحصیلي سندونه ورکوو» وويل، چې په کورونو کې به چا ته شهادت نامې او اسناد نه ورکول کيږي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير دا هم وويل، چې د خپلو ديپلوماتانو په روزنيزو پروګرامونو کې یې « د اسلامي امارت د پېژندنې» مضمون هم شامل کړی، څو دیپلوماتان ېې د دوی اداره او موخې په ښه توګه وپېژني او د موخو د ترلاسه کولو لپاره ېې کار وکړي.

متقي په عین حال کې د ځینو سخت دریځو طالب مشرانو پارونکو ويناوو ته په اشارې وويل، چې يوه ناسمه جمله د يوه هېواد لپاره لوی تاوانونه لرلای شي او بايد ډډه ورڅخه وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستيو کې د ځينو پارونکو پریکړو له امله د سخت دریځو او نورو طالب چارواکو تر منځ د اختلافاتو د شدت خبرونه ورکول کېږي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رييس رحمت الله نبیل نن په یوه لیکنه کې ويلي، چې په سخت دریځو او نرم دریځو د طالبانو له وېشلو سره موافق نه دی، ځکه ټول ېې په وینا د یوې مفکورې خلک دي او افغانانو او نړيوالو سره ېې تعامل نه شي کیدای.

1 COMMENT

  1. موږ، د افغانستان خلک، د نړۍ او اسلامي هېوادونو غږ کوو چې په افغانستان کې د سولې، امنیت، بشري حقونو او د ښځو د حقونو د ټینګښت لپاره کار وکړي. د ملګرو ملتونو نیلي هیلمټ سوله ساتي ځواکونه باید افغانستان ته راشي ترڅو افغانان له اوسني بشري ناورین څخه وژغوري. د ملکي وګړو، ښځو، نجونو ساتنه،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...