Homeخبرونهد ورښتونو له امله د سالنګ او غور لارې تړل شوي

د ورښتونو له امله د سالنګ او غور لارې تړل شوي

تاند:( جمعه، د جدي نهمه) د سختو واورو له امله نن د سالنګونو او غور ولايتونو لارې تړل شوي.

په سالنګونو کې ځايي چارواکو تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو د واورو د ورښت وړاندوينه کړې ده.

د غور ولايت ځايي چارواکو ويلي، چې کابل او هرات ولايتونو سره د دغه ولايت لارې هم د سختو واورو او توپانونو له امله تړل شوي دي.

تر اوسه د دغو ورښتونو او توپانونو له امله د مالي او ځاني زيانونو راپور نه دی ورکړل شوی.

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې څو ورځې مخکې په ۱۳ ولايتونو کې د سختو ورښتونو وړاندوينه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې سږ ژمی بيا افغانان له سخت بشري او اقتصادي ناورين سره تیروي.

د افغانستان يوه لويه برخه خلک د طالبانو له واکمنيدو سره، د نړيوالو په بشري مرستو خپل ژوند تامینوي، چې د طبیعي پېښو او لار بنديو له امله په مرسته رسیدو کې ورته د ځنډ انديښنې موجودې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...