جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهم.م: پر ښځو بندیزونه به افغانستان کې « ډېر حیاتي پروګرامونه» وځنډوي

م.م: پر ښځو بندیزونه به افغانستان کې « ډېر حیاتي پروګرامونه» وځنډوي

تاند:( جمعه، د جدي نهمه) د ملګرو ملتونو سازمان اعلان وکړ، چې په نا دولتي موسسو کې د ښځینه کارکوونکو د کار له منع کیدو سره په افغانستان کې ډېر « حیاتي پروګرامونه» ځنډيږي.

دغه سازمان ویلي، چې تر اوسه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ( اوچا) په ګډون شاوخوا ۲۰ نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې خپل فعاليتونه درولي دي.

ملګرو ملتونو په عین حال کې د طالبانو د وروستۍ پريکړې په غبرګون کې، په افغانستان کې د ډېرو نورو نادولتي موسسو د فعاليتونو د ځنډ خبرداری هم ورکړی.

د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې زیاته شوې، چې د طالبانو پریکړه او پر وړاندې ېې نړیوال ګامونه به د افغانستان تر ټولو زیات ځپل شوي قشرونه ( ښځې او ماشومان) ډېر وځپي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال مارتین گریفیتس ويلي، چې په مرسته رسولو کې د ښځو د نه ګډون بحث قطعآ د مذاکرې وړ نه دی.

د ملګرو ملتونو یاده اعلامیه د يونيسف، نړیوال خوراکي پروګرام، نړیوال روغتیايي سازمان او د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام له لوري هم تایید او لاسلیک شوي دي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې هیڅ هېواد خپل نیمايي خلک يانې ښځې له مرستو نه شي محرومولی.

په نادولتي موسسو کې د ښځو کار د طالبانو د ادارې د اقتصاد وزارت په یوه مکتوب کې منع شوی، چې پراخ توند غبرګونونه ېې را پارولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب