دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد ملا عمر جومات جوړ او ملا هبت الله ورته ملا امام...

د ملا عمر جومات جوړ او ملا هبت الله ورته ملا امام وټاکه

تاند:( جمعه، د جدي نهمه) د کندهار لپاره د طالبانو ځايي چارواکو ویلي، چې د خپل تحريک د بنسټګر ملا عمر مجاهد په نوم يې د جوړيدونکي جومات د جوړولو چارې بشپړې کړي.

د کندهار لپاره د طالبانو ځايي چارواکو ويلي، چې د دغه لوی جومات او مرکز د جوړولو چارې يې د يو شمېر سوداګرو په مرسته چټکې کړې وې.

د کندهار لپاره د طالبانو والي حاجي يوسف وفا د پنجشنبې په ورځ د ياد شوي جومات او مرکز چارې له نيږدې ليدلي.

 طالب چارواکو دا هم ويلي، چې د دوی اميرالمومنين ملا هبت الله اخندزاده د دغه جومات لپاره پیر طریقت شیخ‌ الحدیث والتفسیر الحاج مولوي حبیب‌الله حقاني صاحب امام او خطیب ټاکلی.

طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه جومات به د جمعې ورځې د لمانځه پر مهال رسما پرانيزي او خلک دې هم برخه پکې واخلي.

په کندهار کې د طالبانو يوې باوري سرچينې تاند ته وويل، چې په دې مراسمو کې ممکن د طالبانو اميرالمؤمنين او يو شمېر مهم چارواکي هم ښايي برخه واخلي.

طالبانو مخکې د زابل په سيوري ولسوالۍ کې د خپل تحريک د بنسټګر ملا عمر مجاهد د قبر د رغولو خبر هم ورکړی و.

د ملا عمر جومات جوړ او ملا هبت الله ورته ملا امام هم وټاکه

2 COMMENTS

  1. د يو مسلمان وافغان په توګه انسان بايد د جومات په جوړونه خوشاله شي او دا يو نېک کار دی، خو د لمونځ او نورو اسلامي احکاماتو د زده کړې او لا ښه پوهاوي لپاره ليک لوست هم ډېر اړين دی. او دا د ښوونځيو او نورو لوړو زده کړو له ليارې لا ښه تر سره کېدی شي. له بده مرغه موږ پر عباداتو تاکيد کوو، خو بله برخه يې چې تعليم وتذکر دی له پامه غورځولې ده. په ننني عضر وزمان کې چې د ساينس وتېنالوژۍ دوره ده يوازې مدارس بسنه نه کوي. موږ ډېر ښه علما لرو، خو يو ليک لوستلی او ليکلی نه شي. زموږ زياتره حاجيان چې مکې ته د حج لپاره ولاړ شي، نو هلته له ډېرو ستونزو سره مخ وي چې په تېره بيا په منی، عرفت ومزدلفه کې چې له زياترو د خپلو خېمو او کمپونو نومره هم ورته ياده نه وشي.
    ان تر دې چې ما خپل د افغانستان يو حاجي صاحب وليد چې طواف يې خلاص کړی وو او په دې نه پوهېده چې څه وکړي. له ښه مرغه چې له ما سره مخ شو او ما وبېژنده چې افغان او پښتون دی، نو راته يې وويل چې ((زه خو نه پوهېږم چې څه وکړم)) او معلم هم ورسره نه وو، نو بيا مې يو ګوښه ځای ته راوړ او هلته مې ورته ښه ارام ځای بيدا کړ او دوه رکعته لمونځ يې وکړ. همداسې نور ډېر حاجيان مې وليدل چې خپلې څپلې يې تر شا پورې په څادرونو کې تړلې وی او په طواف کې يې منډې وهلې او شا ته نورو دوو ملګرو ته يې همدا ويل چې راچابک شئ چې طواف خلاص کړو، نو ما پرې غږ کړ ((حاجي صاحب لږ په ارام شه)). د طواف خلاصېدنه اړينه نه ده. په ارام طواف وکړه. خير دی لږ وخت ورکړه او دوعاګانې وايه يا لږ تر لږه استغفار خو وايه. خو بېچاره ته هېڅ نه ورتلل، نو ما ورته وويل چې لږ تر لږه ((اللهم ربنا اتنا في الدنيا حسنة وفي‌الآخرة حسنة وقنا عذاب النار)) تر آخره پورې وايه. درود شريف وايه. بيا مې په يو بل ځای کې دوه نور افغانان وليدل چې په هغه سخته ګرمۍ کې يې لونګۍ په سر کړې وې او ښه کلک يې څادرونه اغوستي وو، نو لږ تر لږه که مو ليک لوست زده وي، نو اوس خو د حج و عمرې لپاره ډېر لارښودونه چاپ شوي دي. که له چا سره ښوونکی نه وي، نو له لارښودونو خو ګټه اخېستی شي. له نورو ټولو سره خپل ښوونکي وي، خو موږ په هغې کې هم نيمګړتياوې لرو.
    موږ ټوله پاملرنه په جنګ او ورور وژنه او همداسې د خپل هېواد او د هېواد په ټولو تعليمي بنسټونو په ورانولو او تخريبولو کړې ده، خو چې د حرمينو غوندې هغه بختورو ځايونو ته هم ولاړ شو، نو د خپلو هغواسلامي ارزښتونو په تر سره کولو کې هم له يو عالم ستونزو او نيمګړتياو سره لاس وګرېوان يو.

  2. ملا عمر یو خواخوږۍ او نیک انسان وه او دا یو نیک کار دې چی دې کندهار خلکو په مرسته شوې ده مګر ملا ای اس ای نباید دی جومات ته خطیب ټاکلی وایې دا هم دې کندهار دې خلکو حق وه چی ملا امام یې ټاکلی واېې نه دې ملا لوطې .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب