جمعه, فبروري 6, 2026
Home+په ژمي کې د پوستکي د وچوالي د مخنیوي چاره؟

په ژمي کې د پوستکي د وچوالي د مخنیوي چاره؟

لیکواله: ډاکتر شراده سمنات
ژباړه او لنډون : ډاکتر شمیم اتل

د وجود د پوستکي وچوالی( خشکي) هغه مهال رامنځ ته شي، چې پوستکی کافی رطوبت ونه شي ساتلی. د پوستکي رنګ خړ واوړي، په ځینو برخو کې یې سپیرې نښې پیدا شي، او ډیر کله ورسره خارښت هم مل شي.

بیا بیا حمام ، له شاور لاندې ډير ودریدل، ځینې صابونونه (په ځانګړې توګه هغه چې تیز کیماوي مواد لري) کارول، د عمر تیریدل، او ځینې ناروغۍ د وجود د پوستکې د وچیدو یا خشکۍ سبب کیږي.

د پوستکې د خشکۍ سره د مبارزې لومړنی قدم د داسې کریمو یا غوړیو کارول دي چې ستاسو د پوستکی د بهرنۍ لایې حجرې مرطوبې کړی شي.

ځینې طبیعي تیل لکه د زیتونو تیل، دبادامو تیل، د شړشمو تیل او نور دې ورته که پر پوستکي ووهئ او وروسته یې په داسې اوبو چې ډیرې ګر نه وي ووینځئ د پوستکي د خشکۍ او خارښت په کمولو کې ډیره مرسته کوي.

که په ښارونو کې یئ نو بیا کولی شئ چې په درملتونونو یا لویو مغازو کې هم د پوستکې لپاره د ښه کیفیت لرونکې مرطوب کونکې تیل یا کریم واخلئ.

پوستکی خپله هم په طبیعي توګه د خپلې بهرنۍ پوټ د ساتلو لپاره رطوبت تولیدوي. خو ددې رطوبت ساتل مهم دي.

ددې لپاره چې د پوستکې خپل رطوبت وساتئ ، لاندې ټکي درسره مرسته کولی شي.

  • په حمام یا شاور کې خپل وخت راکم کړئ. د ورځې له پنځو تر لسو دقیقو یې کړئ او تر دې زیات په اوبو کې مه پاتې کیږئ. ډیر شاور اخیستل او په ګرمو اوبو حمام کول ستاسو د پوستکې د خشکۍ سبب کیږي.
  • د صابون کارول هم محدود کړئ. همدارنګه ځینې صابونونه تر ځینو نور کم کیماوي مواد لري، نو کولی شئ پر محدودیدو سربیره خپل صابون هم بدل کړئ.
  • ددې لپاره چې د پوستکې زیان راکم کړئ، د حمام له سپینج ، د حمام له کیسې او ځینو برسونو چې د ځان پاکولو لپاره کاریږي ډه ډه وکړئ. دا نه یوازې د پوستکې د وچیدو سبب کیږي بلکې د پوستکې بهرنۍ لایه زیانمنوي.
    • تر حمام یا لاس وینځلو وروسته سمدستي مرطوب کونکي غوړ یا تیل وکاروئ. ځکه دا مواد هغه مهال چې پوستکی پاک او تازه وینځل شوی وي، ښه اغیز کوي او د وچو حجرو تر ژورو رسیږي.
  • همدارنګه د نرمو جامو اغوستل هم مرسته کوي.

د وجود د پوستکي خشکي خپله کومه جدي ستونزه نه ده، خو که غم یې ونه خورئ، دا د پوستکې د مزمن خارښت، وینې کیدو، او د پوستکې نورو جدي او مزمنو ناروغیو ته لاره هوارولی شي.

که چیرې لاس رسۍ لرئ نو د لمر د وړانګو پر ضد کریم تل وکاروئ ان که ژمي کې هم وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...