تاند:( جمعه، د جدي نهمه) د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین په یوه مرکه کې له نوموړي سره د پاکستان د حکومت له چلنده پرده پورته کړې ده.
ښاغلی پښتين وايي، چې پاکستان د ده تذکره بلاک کړې، پاسپورټ او د موبايل سيم کارت نه ورکوي او له دې امله يې د يوه بل هېواد په سيم کارت ځانته واټسپ فعاله کړی دی.
پښتين زياتوي، چې په دې تحریمونو څپه نه دی او د خلکو د ژغورنې لپاره هرې قربانۍ ته چمتو دی.
منظور پښتین افغانستان ته د نه سفر دليل هم د پاسپورټ نشتوالی ښودلی.
پاکستان له خپلو استبدادي او پښتون ضدو سياستونو سره د مخالفت له امله منظور پښتین په خيانت تورن کړی، خو پښتين وايي د خلکو د ویښتیا لپاره داسې ټاپو منلو ته په عادي نظر ګوري.
GREAT MANZOOR PASHTEEN SAHIB ASSALAMOALIKUM;
FOR ALL PUKHTOONS THIS IS NOT SOME THING NEW,
THOUSANDS OF AFGHAN IMMIGRANT ARE IN JAIE.
BACHAA KHAN BAABAA KHAN ABDUL GHAFAR KHAN/ABDUL WALI KHAN AND MANY MORE PUKHTOON LEADER SPEND THEIR LIFE IN JALILS
INSHAL LAH PUKHTOONS WILL GET FREEDOM SOON.
THANK YOU