دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+آیا طالبان ریښتوني اسلام پلی کوي؟

آیا طالبان ریښتوني اسلام پلی کوي؟

 عبدالباري جهاني

انّ المنافقین فی الدرک اسفل من النار و لن تجد لهم نصیرًا. سورة النِّساء آیة ۱۴۵

ترجمه: منافقین د دوږخ تر ټولو په ژوره کنده کي دي او دوی ته به هیڅ مرستندوی پیدا نه کړې.

منافق، په لغت کي ریارکار، د حقیقت پټوونکي او هغه چاته ویل کیږي چي په خوله یې یوه او په زړه یې بله وي یا په ظاهر یو څه او په باطن کي بل څه وي.

خبري به ډیري نه اوږدوو. د طالبانو د لومړني ځل قدرت لېونتوب د اکثریت افغانانو په یاد  دی. ټولو خلکو لیدل چي طالبانو ټلوېزیونونه ماتول او حتی د ټلوېزیونونو د ضبطولو او ماتولو لپاره د خلکو کورونو ته ننوتل. زما ښه په یاد دي چي د طالبانو د لومړني قدرت په شپو ورځو کي د کندهار په هرات بازار کي ناست وم. یوه طالب، چي له خولې یې لکه مست اوښ ځګان را بهېدل، یو ټلوېزیون په تناب تړلی په ځان پسی کشاوه او ماشومان ورپسي روان ول. د کندهار له څخه بهر د باغ پل په سیمه کي ټلوېزیونونه او ويديو کسټونه او د ټایپ ریکارډر کسټونه د ونو په ښاخو کي بند ول.

نن ورځ د طالبانو مشران او کشران د کار په ځایونو، کورونو او حتی ځیني یې په موټرونوکي ټلوېزیونونه لري. نه یوازي یې حکومت تقریباً ټول ټلوېزیونونه په کنټرول کي اخستی دي بلکه متقی، ملاندیم او ملا برادر، لکه د هندي فلمونو اکټران له یوه ټلوېزیون څخه وزي په بل ننوزي. څه موده مخکي مو د تلوېزیون پر پرده باندي متقی ولیدی چي، په خارجه وزارت کي، د ښایستې او فیشن کړي حنا رباني مخي ته وروتلی وو. هلته نه ټلوېزیون ناروا وو او نه له یوې ښایستې نا محرمي ښځي سره خلوت!!!

د دې معنی خو به دا نه وي چي په دې تیرو شلو کلونو کي په شرعی احکامو کي دونه ژور تغییر راغلی دی چي ناروا او حرام ټلوېزیون یې روا او حلال کړی دی؟ که داسي وي نو دا سوال پیدا کیږي چي هغه د پرون د حرام فتوا د چاوه او د نن د حلال فتوا یې چا ورکړې ده؟ البته شیخان هر څه کولای سي. چا ویل چي فیل هګۍ اچوي که بچی زېږوي. ویل یې دا لوی ځناور دی چي زړه یې سی هګۍ اچوي چي زړه یې سي بچی زېږوي.

طالبانو موسیقي ناروا کړې ده. که څه هم چي زه د اسلام هر عالم ته چلینج ورکوم چی که یې په قرآن شریف کي چي، د مسلمانانو لپاره، د حلال او حرام د احکامو تر ټولو مقدسه او باوري منبع ده، د موسیقی په باره کي یوه کلمه را وښودله نو زه به خپلي خبري بیرته واخلم. دا بحث اوږد دی تر دې به تېر سو.

اوس نو د طالبانو د دوهم ځل امارت په دوران کي په افغانستان کي په میلیونونو موبایل ټلفونونه دي. د طالبانو مشران څوک دوه او څوک درې څلور ټلفونونه لري. زه د طالبانو د مشرانو په پاکۍ او مسلماني باندي باور لرم. خو دوی دا ویلای سي چي د دوی ځوان طالبان به په دې ټلفونونو کي موسیقی، رقصونه، فیلمونه، سپین سترګي او حیاسوزه ویدیوګانی نه ګوري. او که چیري دا هم ومنو چي ټول طالبان د خپل لوی شیخ له اوامرو سره سم عمل کوی؛ نو اسلامی نظام خو یوازي د طالبانو لپاره نه دی. دا باقي پاته په میلیونونو افغانان چي په موبایل ټلفونونو کي هرڅه ناروا ګو ري د هغوی ګناه به د چا په غاړه وي. طالبانو په دې برخه کي ځکه پر شریعت باندي ښکاره سترګي پټي کړي دي چي یو خو موبایل ټلفونونو استعمال ته اشد ضرورت لری او بل د موبایل ټلفونونو د بیزنیس له لاري په میلیونونو ډالر ورته را روان دي. که ریاکاري ناروا وي نو ریا خو همدغه ده.

سود، په بشپړ صراحت، په قران شریف کي حرام بلل سوی دی.

… و اُحل الله البیع و حرَّم الرّبوا. سورة بقره ایة ۲۷۵

ترجمه: الله تاسي ته تجارت روا کړی او سود یې ناروا کړی دی.

د سورة بقره بل آیة وايی اې هغو کسانو چي ایمان مو رواړی دی که په ریشتیا مومنان یاست نو له هغي ګټي څخه تېر سی چي له سود څخه مو تر لاسه کړې ده.

د سورة آل عمران په ۱۳۱ آیة کي سودخورانو ته خبرداری ورکول کیږي چي له هغه اور څخه وبېرېږی چي د کافرانو لپاره تیار سوی دی.

د افغانستان بانکي سسټم پر هغه ډول روان دی چي د ناټو د شل کلن اشغال په دوران کي یې جریان درلود. د بانک ګټه مستقیم سود دی. که طالبان او بل هر څوک خپلي پیسې بانکونو ته انتقالوی دا سود خوري ده. په اسلام کي بانک نسته. اسلامي سسټم په بیت المال چلیږي. طالبان پوهیږي چي له خپلو تجارتي بازارونو او له نړۍ والو سره په معامله کي بانکي سسټم ته ضرورت دی او د بیت المال په زاړه سسټم د هیواد اقتصاد چلول غیر ممکن دي نو ځکه یې د قرآن مجید د صریحو احکامو په خلاف یوه غیر شرعی بدعت ته مخه کړي ده. که څوک وايی چي طالبان نه پوهیږي دا به دمنلو نه وي. طالبان چي د ټلوېزیون د ګټو په خاطر تر خپلو فتواوو تیریږي دا یې دغسی درواخلی.

حق متعال په قرآن شریف کي له یهودو او نصارا سره دوستي منع کړې ده او مومنانو ته حکم کوي چي له هغوی سره دوستي ونه کړي ځکه چي هغوی په حقیقت کي یو د بل دوستان دي او هر مسلمان چي له هغوی سره دوستي کوي هغه د هغوی له ډلي څخه دی او حق تعالی د ظالمانو قوم ته هدایت نه کوي. سورة ۵ آل عمران آیة ۵۱

په دې اړه په قرآن شریف کي نور ایتونه هم موجود دي او پر ټولو باندي بحث کول د موضوع تفصیل زیاتوي. البته طالبانو د ناټو د قواوو په مقابل کي شل کاله جنګونه وکړل. داچي څرنګه یې په اته ورځي کي د افغانستان عصري پوځ او وسلې د موټرسایکلونو په زور واخیستلې دا داسي اسرار دي چي طالبان، امریکایان او خدای سره خبر دي.

خو د امریکایانو له وتلو څخه وروسته بیا تر نن ورځي پوري امریکایانو او ملګرو ملتونو د طالبانو د حکومت جېبونه خالي نه دي پرې ایښي. یوازي د بایډن حکومت، تر اوسه پوري څه باندي یو نیم میلیاډ ډالره بلا عوضه مرسته ورکړې ده. دغه راز د ملګرو ملتونو د مرستو ټولي ادارې د کفری نظامونو له خوا چلیږي او هغوی هم وار په وار طالبانو ته څلوېښت میلیونه ډالره رالېږلي دي. ساده خبره نه ده چي د پخواني حکومت له سقوط څخه تر اوسه پوري افغانۍ خپل تقریبی ثبات ساتلی دی. دا د همدغو کفري مرستو برکت دی.

دا په سوو میلیونه ډالره مرستي له ډیري دښمنیه را لېږل کیږي؟ او طالبان یې هم له امریکایانو او کفارو څخه د ژور نفرت له امله قبولوي؟ په مقابل کي اسلامي هیوادونو، د امریکایانو او ملګرو ملتونو د کفری موسسو په پرتله، له طالبانو سره د نشت په حساب مرستي کړي دي. که دا مرستي د دوستی څرګنده نخښه نه وي نو طالبان به دې ته څه ووايي؟ په داسي حال کي چي په قرآن شریف کي په دې باره کي څو ځله صراحت سوی دی چي له کفارو، یهودو او نصارا سره دوستي مه کوی. طالبان، که نور په هیڅ نه پوهیږي نو د قرآن شریف دا احکام او آیتونه خو به یې تر سل ځله زیات لوستي وي. دې عمل ته یې پرته له منافقته بل هیڅ کلمه نه سي راتللای او د منافقینو ځای د دوږخ تر ټولو ژوره کنده ده.

دوی چي په زره موټرونو او الوتکو کي سفرونه کوي کله دا فکر نه ورپیداکیږي چي یو وخت به افغانستان هم د دې وسایلو جوړولو ته ضرورت پیدا کوي او دا وسایل د شروط الصلات او خلاصه کیداني په زور نه جوړیږي. دا عصری علومو ته ضرورت لري او عصری علوم په مدرسو کي نه بلکه په عصري پوهنتونونو او اکادیمیو کي دي.

رشوت په پېخر چالان دی. موږ ته يې د اتم ټولګی په دینیات کي ویلي وه چي  پر رشوت اخیستونکي، رشوت ورکوونکي او د هغوی تر منځ پر واسطه کېدونکي یعني کمېشنکار باندي د خدای لعنت اوري. طالبان چي د تلوېزیون، سودخوری او له کفارو سره د دوستی او د هغوی د خیرات خوری په برخه کي له خدایه نه بېرېږي نو د رشوت کیسه یې هم دغسي درواخله.

5 COMMENTS

  1. جهانی صاحب دوی ټول پوهیږې چی په غلته روان دې مګر څه وکړې دو هغه مسلمانان ندې او هغه امیرالمومینین ندې لکه دې حضرت عمر ض وخت کی وه دا ډارن امیر مخ چاته نشی نه پوهیږو چې دا نر ده که ښځه دا دې پنجاب تپل سوې په نوم مسلمانان دې ولی اعمال ډول دې کفر ده

  2. جهاني صاحب، الله دي راته ژوندی لره
    دملت دزړه خبري دي کړي دي.
    که طالبان ریښتیني مسلمانان او افغانان وي نو له خپل خوار ملت سره بایدخواخوږي ولري.
    لازمه ده چي دخپلو خلکو ږغ واوري. ستاله خبرو درس واخلي او خپل ملت د پنجابیانو، ایرانیانو غلامۍ ته پرې نه ږدي. سمدلاسه افغان ځلمو او نجونو ته دعلم او پوهي دروازي پرانیزي او دسیال سره یې سیال کړي.

  3. د ښاغلی جهانی صیب د تُندی او بربنډی لیکنی څخه په مننی سره، په افغانستان کی میشت ټول ملیتونه خصوصاً پښتون ټبر په اصطلاح هیڅ بخت او طالع نلری( تفسیر ته اړتیا نسته) .
    افغانستان به له معدود شمیر هیوادونو ( حتی یوازنی هیواد به وی ) کوم چی د ” فلانی شخص د دوهم ځل پاچهی ” فورمول پکی رواج ؤ او رواج دی.
    ډیره حیرانوونکی او خواشینوونکی ده چی په یوویشتمه پیړی کی د نړی د څلورو اټومی قدرتونو په لمنه کی د ” تحجر ” دوهم ځل پاچهی پر افغان تپل کیږی.
    ما ته به دا یوه خوږه او ترخه خاطره وی چی د طالب د لومړی ځل پاچهی په دوران کی د خپلو نژدی او صمیمی دوستانو او آشنایانو سره د طالب د نه تائید پر سر تاوده بحثونه او کلک فکری مقاومت کاوه او ګاهاً به مو په منځ کی ناندری را منځته سوی البته هغه وخت مجازی نړی شتون نه درلود او بحثونه مو فقط حضوری او مجلسی وه خو د طالب په دوهم ځل کی مجازی نړی فعاله وه او ما طالب ته د همهغی لومړی ځل پاچهی په سترګه کتل او ګورم خو دا ځل هم د طالب د طرفدار او زما تر منځ ستونزه دا وه چی ( ظاهراً ) ډیر کسان د جمهوریت د نااهله عناصرو د کړنو څخه په تنګ وه نو ځکه ئې طالب ته ترجیح ورکوله.
    زموږ د اکثرو لوستو ګرانو وطنوالو لویه ستونزه دا ده چی ” ژئو پولِیټیک ” په ژوره توګه نه ګوری او باور نه په نلری.
    نن سبا د ” ژئو پولیټیک ” علم یو تجربی علم دی، د حصول لپاره ئی هیڅ کتاب او مکتب او پوهنتون ته اړتیا نسته او فقط د خپل هیواد او سیمی د تاریخی پیښو منظرو ته یو ځیرک نظر او ساده بصیرت به د حقیقی تصویر ادرس پلاس راکړی البته پدی شرط چی ځانونه د هر ډول فکری – ایډیولوژیکی تړاوونو څخه ( که څه هم په مؤقتی ډول وی ) لیری وساتو.
    د طالب پروژه د سیمی او نړی د ” ژئو پولیټیکی ” معادلاتو زیږندنه ده او ژور تحلیل ته اړتیا لری.
    په هره توګه، خپل عرض به په یو تریخ طنز را لنډ کړم:
    ” ملانصرالدین د ژوند په وروستیو شیبو کی په بستر کی پروت او زامن ور ته ناست او د ملا وصیت ته ئي غوږ ونیو، تر وصیت وروسته یو زوی ور ته وویل چی بابا که دی کوم حق الله یا حق العبد پر غاړه وی را ته ووایه چی اداء ئی کړو. ملا یوه زوی ته وویل چی هلکه ته به زما لپاره پنځلس کلونه هره ورځ دری څلور ځله اودس تازه کوی ځکه ما پنځلس کلونه بی اودسه لمونځونه کړی دی.
    دوهم زوی ته ئی وویل چی هلکه ته به د کوڅی فلانی دوکاندار ته هره ورځ پنځه پنځه روپی د مستو د رانیولو له بابته ورکوی، زوی ئی ور ته وویل چی بابا مستی خو ما راوړلی او هر ځل می پنځه روپی ورکولی نو د څه پور ئی پاتی دی؟ پلار ئی ور ته وویل چی ما د مستو پر ځای هره ورځ یوه یا دوی دستی ګندنه تری غلا کوله او هغه می د مستو په پور کی نیوله ( تا اصلاً د کندنی روپی ورکولی او د مستو روپی ئی پر ما پاتی دی) .
    نو
    د طالب وصیتونه او نصایح همهغه د ملا نصرالدین وصیتونو او نصایح ته ورته دی.

  4. محترم جهانی صیب الله تعالی مو په دواړه جهانه کامیاب او سرلوړی لره.
    ستاسو په لیکنو کی که د شعر په ژبه دی او که د نثر په ژبه دی زمونږ د ګران هیواد او د کړیدلی ولس دردونه رانغښتی دی. او همیشه مو د حق لمن نیولی او ډیری مناسبی او د حق په اساس مو لیکنی کړی او د وخت حاکم او زوره ور ته مو ښی لارښونی کړی او قیمتی مشوری مو هم ددوۍ او هم د هیواد د بهبود لپاره ورکړی دی.

    پدی کی شک نشته چی تالبان په خپلو افراطی تګ لاره کی دومره وړاندی تللی چی دوۍ خپل ځان دین او هم ددین ساتونکی ګڼی او د ولس د محاسبی دنده يی په غاړه اخستی.
    تالبی ملایان د الهی قوانینو او د الله د پیغمبر د لارښونو نه ښکاره سرغړونه د خپل تور جهالت او وحشت د پلی کولو او په ولس د مسلط کولو لپاره د وخت تقاظا او جایز يی ګڼی. پداسی حال کی چی دداسی ناروا کړنو په اساس دوۍ د ستری کناه یانی شرک او ظلم مرتکب کیږی او لا پکی ورځ تر بلی نور هم ډولیږی.
    زه پدی باور لرم چی تالبان د مثبنت تغیر اهلیت او استعداد نه لری او خپلو وحشی،جاهلانه او ناروا کړنو ته به همیشه ددین پوستکی اغوندی او په عام ولس به يی دډانګ په زور د شر یعت او دین په نوم مسلط کوی.
    محترم جهانی صیب ستاسو لیکنی د قدر وړ دی او د هغه چا لپاره چی د فکر او عقل خاوندان دی ډیری ښی لارښونی دی. الله تعالی دی درته نوروس او بری درپه برخه کړی چی ددې تور جهالت نه د راوتلو لپاره خپلی مبارزی ته دوام ورکړۍ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب