دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهد عامې روغتیا وزارت یو جګپوړی مامور په ۸۰ زره ډالره رشوت...

د عامې روغتیا وزارت یو جګپوړی مامور په ۸۰ زره ډالره رشوت ونیول شو

تاند (سې شنبه، د سرطان ۳) د افغانستان د عامې روغتیا وزارت یو جګپوړی مامور د ۸۰ زره امریکايي ډالره رشوت د اخیستو په تور ونیول شو.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویندوی جمشید رسولي وايي، د دې څارنوالۍ د څارنې او کنټرول څارنوال د عامې روغتیا وزارت د مرکزي ګودام معتمد نن سهار په رشوت اخیستو لاس په لستوڼي ونیوه.

رسولي رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، د لومړنیو پلټونو له مخې پخوا د ملي تدارکاتو د پروسې له لارې یو شرکت د سل زره محافظتي کیټونو د رانیولو پروسه ګټلې وه او د شرایطو مطابق ټول محافظتي کېټونه یې د عامې روغتیا وزارت مرکزي ګودام ته سپارلي و.

د علامیې له مخې د مرکزي ګودام یو تن کارکوونکي د قانوني اسنادو د طي کېدو په بدل کې د شرکت کارونه ځنډول او د رشوت غوښتنه یې کوله، چې د رشوت اخیستو پرمهال ونیول شو.

په همدې حال کې په وروستیو ورځو کې د بهرنیو مرستندویو هیوادونو له لوري د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ته د کورونا ناروغانو د تشخیص د یو شمېر وسایلو د غلا کېدو خبرونه خپاره شول خو هم د عامې روغتیا وزارت او هم د ولسمشر لومړي مرستیال دا ادعاوې په کلکه رد کړې.

2 COMMENTS

  1. داسې په زرګونه رشوت خواره مامورین دي، چې دا حکومت ترې نه جوړشوی دی، مونږ حیران دې ته یو، چې د افغانستان نظام به د دولت د اوج فساد له آمله له منځه ځي او که د دښمن د تودې جګړې له آمله !!
    فاسد نظام اوسفاک دښمن دواړه مونږ یو شان وژني .

  2. ‌‌‌‌‌‌ډیر ښه خبر دا چی دعامی روغتیا یو جګ پوړی مامور په رشوت نیول شړی دۍ ، نو خدای دي زومونږ دولت او زمونږ څارنوالانو ته پیاوړی توان او افغانی وجدان نور هم په برخه کړی چی ددي پلیدو اشخاصو ټغره ټوله کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب