چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهارګ: د طالبانو د بریدونو زیاتوالی سولې ته د دوی کمه ژمنتیا...

ارګ: د طالبانو د بریدونو زیاتوالی سولې ته د دوی کمه ژمنتیا ښيي

تاند، سه شنبه، د سرطان ۳ مه: ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د وسله والو طالبانو وروستي بریدونه د سولې ټینګښت په اړه د دغه ډلې د ژمنې کمزورتیا ښيي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن سې شنبه په کابل کې یو مطبوعاتي کنفرانس ته وویل چې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي زیاتوالی د سولې بهیر په اړه د افغانانو د بې باورۍ لامل ګرځېدلی.

نوموړي زیاته کړه چې وسله وال طالبان دې د خپلو ورانکارو فعالیتونو په اړه خپل دریځ د افغانستان خلکو ته روښانه کړي:”طالبانو د خپلو بریدونو په زیاتولو سره ښودلې چې دوی تر اوسه هم د افغانستان د خلکو د سولې غوښتنې په اړه یوه کمزورې ژمنه لري.”

د ولسمشر ویاند وویل چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی او په دې برخه کې له خپل اړخه اړین اقدمات کړي دي.

صدیقي د افغان حکومت لخوا د ۳۶۰۰ طالب بندیانو ازادول د سولې خبرو ته دحکومت د ژمنتیا په توګه یاد کړل خو زیاته یې کړه، طالبان هم باید سولې ته خپله ژمنتیا وښيي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د افغانستان د ملي امنیت شورا وویل چې تیره اونۍ د وسله والو طالبانو په بریدونو کې ۲۹۱ امنیتي سرتیري وژل شوي او ۵۵۰ نور ټپیان شوي دي.

یادې شورا وویل چې طالبانو په دغه اونۍ کې په ۳۲ ولایتونو کې د افغان ځواکونو پر ضد ۴۲۲ بریدونه کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب