دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeکلتورخاطرهیوه لاره او څو خاطرې| محمدنعمان دوست

یوه لاره او څو خاطرې| محمدنعمان دوست

د هرېپور د ۱۵ام، کیمپ بازار منځ کې د کسیټ پلورلو دوکان و. هټیوال یې زما د ابتدايه ښوونځي ټولګیوال و. دوکان کې غټ دوه لاوډسپیکره ټایپ ایښي و او چې چا به کومه فیته واخیسته؛ نو همده کې به یې چالان کړه. له لاوډ سپیکرونو به داسې لوړ غږ راوته چې د درواغجن خبره له چته به یې خاورې راتویولې!

په هغه ورځ د همدې ملګري څنګ ته ورغلی وم. شیبه وروسته یو نری او عمر خوړلی سړی هم راوخوت. لنګوټی یې په سر و او لنډه شمله یې پرې ایښې وه. هټیوال ته یې ویل: د بیلتون استاد فیته درسره شته؟ دوکاندار هو کړل او بیا یې هماغه فیته ټایپ ته واچوله. سپین ږیری یوه شیبه دوکان کې پاتې شو او بیا غلی ښکته شو. د دوکان مخې ته سړک کې یې میده میده قدم واهه. کله به یې دواړه لاسونه پر ملا کیښودل، کله به یې ځوړند ونیول او… سپین ږیری مې له دکانه څاره. دوکاندار ټیپ ګل کړ او له دې سره سم هغه راپورته شو:

های های، ناځوانه! ولې دې ګل کړ؟ آن د لوګر له شنو باغونو دې راستون کړم.

سترګې یې په شمله وچې کړې، په ژړه غوني غږ یې وویل: لږ خو به دې پرې ایښی وم، په ژوندوني یې خدای خبر که ووینم.

د سپین ږیري خبرو مې زړه را نری کړ. ما ویل، جګړه به اوږده شي، د ماشومتوب په څير به مې ځواني هم خړ کیمپ وخوري، همدلته به بوډا شم. او بیا مې د همدې سپین ږیري خبره څو ځلې زمزمه کړه: په ژوندون خو خدای خبر که خپل وطن ووینم.

د لوګر نوم مې له همدې ځایه په زړه کې ځای ونیوه. ما ویل که ژوند وي. وطن ازاد شي، ور ستانه شوو؛ نو خامخا به ورځم.

***

غالباً، ۱۳۷۳ کال و. د شورویانو له وتلو شاوخوا پنځه کاله تیر شوي و. د ډاکټر نجیب حکومت هم سقوط شوی و؛ خو جهاد ادامه درلوده. دا ځل جهادي ډلې په خپلو کې کابل کې سره اړم وې او لکه مست غوایان ټول کابل یې ښکر په ښکر کړ.

موږ د میدان وردګو ښایسته درې جلریز ته د تللو نیت درلود. لومړی کابل ته راغلو. شپه مو وکړه او سبا سهار پنځه بجې د جلریز موټر کې ،چې روسی ساخت و او پاز یې باله، کیناستو. موټر د لوګر په طرف حرکت وکړ. ځکه د کابل او میدان ښار ترمنځ سړک کې ماینونه و، جګړه وه او دا جګړه د هغو ډلو تر منځ وه چې هر تقریر یې په (واعتصموا بحبل الله جميعا ولا تفرقوا ) شروع کیده.

زموږ د سورلۍ موټر باید د کابل – لوګر له لویې لارې د بابوس دښتې ته تاو شوی وای او بیا د دې دښتې له وهلو وروسته میدان ښار ته وتلی وای.

موټر پر کنډو کپر سړک په نه زړه روان و. چهار اسیاب ته نږدې د بایسکلونو ګڼه ګوڼه وه، لکه د ځغاستې سیالۍ چې یې وي. خو چلوونکي یې بایسکلونو غوندې وچ کلک و. له ورایه یې له سترګو ولږه او مایوسي څڅیده. دوی کابل ښاریان و؛ په کابل ښار ،چې مشري یې استاد رباني کوله، یوې رقیبې جهادي ډلې خوراکي مواد بند کړي و. ښار ته موټرو کې انتقالات نه کیدل. بایسکل سپرو به په ساعتونو مزل کاوه او بیا به چهار اسیاب کې شاوخوا یومن اوړه ورکول کیدل، هغه به یې کنجوغه کې تړلي و او دومره به وږي وو چې د پایډل وهلو انرژي به نه وه ورپاتې. په هغه ورځ مې د دې وږو بایسکل سپرو او چادري کړو میرمنو ،چې د اوړو وړه غوټه به یې په سر وه، دردونکې ننداره وکړه. سترګې یې راډکې کړې.

د کابل – لوګر سړک خامه و؛ خو دومره سیده و لکه ماهر مامور چې پر سپینه پاڼه د خط کش په مرسته خط کش کړی وي. زموږ له موټر سره یوې مرغۍ سم حرکت پیل کړی و. دې ته کله خک ( اکک) وايي. اوږده لکۍ لري. نیمه سپینه او نیمه توره وي. موټر سره داسې روانه وه لکه کوربه چې نا بلده میلمانه بدرګه کوي.

کله به د سړک غاړې ته نږدې ویاله ښکاره شوه، شینیلیو منځ کې به اوبه روانې وې. کله به له نږدې ونو مرغۍ والوتې. خوندوره ننداره وه؛ خو وږو بایسکل سپرو بې خونده کړه.

***

کابل حکومت تغییر شوی و. هغوی چې خلک به یې وږي ساتل او یا به یې پاټکونو کې لوټل، د خپلو اعمالو په سزا رسیدلي و. تښتیدلي و. څوک مړې سترګې ښار کې ګرځیدل او په خپلو لاسونو د ړنګ شوي کابل سیل یې کاوه، څوک له تورخمه اوښتي و او شاید خپلو بادارانو ته یې د دولتي تاسیساتو د لوټ او تالان زیري ور کول، چا تهران کې خپلو مرشدانو ته کارنامې بیانولې او د چا بیا آن په کولاب کې دمه راسته شوې وه او تاوده چایونه یې څښل.

پر هماغه سړک بیا روان شوم. د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ماینونو او ناچاودو موادو له خطرونو څخه د خبرونې د ټیم له کاري بهیره مو لیدنه کوله. دا د لوګر مربوطاتو کې په فعالیت بوخت و.

لاره کې پاټکونه، نه و. سړک هماغه شان سیده خو کنډوکپر و. د لوګر سیند جل وهلی و. په اوبو پسۍ یې جبۍ وه.

ځان سره مې ویل؛ که دا سړک پوخ شي، سیند بیرته له اوبو ډک شي، سنځلې ګل شي، څه خوندور منظر به وي.

***

نوی نظام راغلی و. کیسه سرچپه شوې وه. یو وخت چې به د چا څومره غټ پاچ لنګوټی و او هغومره به یې روب داب زیات و، اوس یې ځای هغو کسانو نیولی و چې پکول به یې ډیر چنګ په سر کړی و او له غاړې به یې برګ دسمال راتاو و.

لوګر ته روان وم. چې څنګه موټر له یوه موړ ( ګولايي) تیر شو او بیرته لارې ته سیخ شو، نو پر یوه بیرغ مې سترګې ولګیدې. دا ځای سنګ نوشته بولي. دا بیرغ د هغه چا د قتل په یاد درول شوی و چې له شورویانو سره په جګړه کې یې شاوخوا شل ټپونه خوړلي و. یوه پښه یې هم پرې شوې وه. دا قوماندان عبدالحق و. دا سړی په داسې وخت کې کابل ته راخوځیدلی و چې د امارت وروستۍ شیبې وې او ګومان کیده چې د راتلونکي نظام مشري به همدی په غاړه اخلي. مرحوم عبدالحق جنګي قوماندان و؛ خو په خبره پوه او جګړې ستړی کړی و. د شورویانو له وتلو وروسته د جلال اباد له خونړۍ جګړې سره یې هم مخالفت کړی و. د رباني په حکومت کې د کابل د ژاندارم پولیسو مشر شو؛ خو ویل کیده چې داخلي جګړو یې طبیعت خراب کړ او دنده یې پریښوده.

عبدالحق یې ډیر په بد شکل قتل کړی و، د هغه په اړه چې مې ځینې کیسې واوریدې، یوه لړزه را باندې خوره شوه.

د نوازشریف دور را یاد شو. هغه، د خپل رقیب جنرال پرویز مشرف د سورلۍ الوتکې ته د کیناستو اجازه نه ورکوله. تیل په خلاصیدو و، که پوځ مداخله نه وای کړې، نو ممکن سقوط یې کړی وای او تور مشرف په تورو سکرو بدل شوی وای، خو چې کله همدې جنرال واک ترلاسه کړ، نوازشریف یې و نه واژه؛ بلکې سعودي ته تبعید شو؛ خو دلته بیا نورې کیسې وې…

***

غالباً ۱۳۸۵ کال و. د موټر شوق مې وکړ او موټر مې د لوګر په پل علم بازار کې اخیسته. له دوستانو سره لاړم. یو جرمنۍ نیسان کرولا مې واخیسته. د سړک یوه برخه تازه رغیدلې وه. موټر په لوړ سپیډ کې روان و. هیڅ مې ګومان نه کیده چې دا دې هغه سړک وي چې یو وخت پرې موټر داسې تلل لکه ټایرونه چې یې پنچر وي. لاره کې یو ځای کې یوه لاس ته غر دی، لاندې کروندې دي او سپیدار په کې داسې ښکاریدل لکه د تشریفاتو ځوانان چې د کوم جګپوړي مقام هرکلي ته ولاړ وي. همدلته مې د هریپور سپین ږیری په یاد شو، ما ویل کاش ژوندی وي، راغلی وي، د خپل وطن خاورې یې د تبرک لپاره ښکل کړې وي او د دې ښکلا په لیدلو یې د کډوالۍ بدرنګه وختونه هیر کړي وي.

***

یو وخت چې مې خبري آژانس کې کار کاوه، نو له لوګره د ښوونځیو د سوزولو ډیر خبرونه راتلل. دې خبرونو مې ارام لوټلی و. یوه خبر ته خو مې ښه پریمانه وژړل. خبر، د زدکوونکیو نجونو پر یوې ډلې د ډزو و چې کومه یوه یې شهیده کړې وه او څه ټپیانې وې.

د دې ولایت نور دردونکي خبرونه د کانونو د چور تالان و. له دې ځایه په خپلسر نیمه قیمتي ډبرې استخراج کیدې او د مفسدو امنیتي مسوولینو په مخ کې یې لارۍ تیریدې. کله نا کله به نمایشي ګرفتاري هم وشوه!

***

د ۱۳۹۸ کال د لړم میاشت وه. یو بد خبر مې پر هډونو زلزله را ګډه کړه. دا مې د ورور د قتل خبر و. هغه یې محمداغې ولسوالۍ کې له څلورو نورو ملګرو سره یو ځای د سړک په سر ضربه کړی و. د سورلۍ کرولا موټر یې سوری سوری ولاړ و.

دا ورور مې د دعوت او جهاد پوهنتون له شرعیاتو پوهنځي فارغ و. د شورویانو پر ضد د تور غره په جبهه کې جنګیدلی و. حتی څو میاشتې یې مړی او ژوندی هم معلوم نه و؛ خو کله چې داخلي جګړې پیل شوې، نو له جنګه متنفر شو.

دا پخوانی مجاهد د نوو مجاهدینو لخوا قتل شو. جرم یې دا و چې ولې یې دولت کې دنده اجرا کوله. باید همداسې بیکاره ګرځیدلی وای. یا یې نشو ته مخه کړې وای او یا یې د خپلو خلکو پر ضد وسله راپورته کړې وای.

***

مرکزي ولایت لوګر، دې ورځو کې بیا نا امنه دی. جګړې دي. وژنې دي. که هغه د هریپور سپین ږیری ژوندی وي او لوګر کې وي، د خپلې کډوالۍ د وخت ارمانونه او امیدونه به یې څومره ځوروي.

های!

دا زموږ خلک به تر څو داسې ارماني ارماني روان وي؟

دا ګل وطن به تر کله په اورونو کې ساه اخلي؟

د دې وطن لارې به تر کله د خونړیو پیښو شاهدې وي؟

دا موږ به کله یو پر بل رحم کول زده کوو؟

او…..

نعمان دوست

د چنګاښ ۳مه، ۱۳۹۹

2 COMMENTS

  1. د ۱۳۹۸ کال د لړم میاشت وه. یو بد خبر مې پر هډونو زلزله را ګډه کړه. دا مې د ورور د قتل خبر و. هغه یې محمداغې ولسوالۍ کې له څلورو نورو ملګرو سره یو ځای د سړک په سر ضربه کړی و. د سورلۍ کرولا موټر یې سوری سوری ولاړ و.

  2. موژ خپل
    ورورنڑہ
    زویان
    پلارونہ
    میندى
    خویندى
    وزنو او نعرى واہوو؟
    سى دشمن / موداى مو مڑ کئ؟
    افسوس دشمن مو پہ اور سوزى پہ اوبو مو ڈوبئ،
    بم،توپک،بارود،چاودنى،زانوزونکى،تورىى تیارے
    ناپوہى،ڑاندہ جہلاگان رالیژى،
    انجنیران،ڈاکٹران،پوہان،مخاور،علماء،نر او شزہ،تنکى او سپینژرى،گناہگار او بیگناہ گرد لہ یوہ مخہ وزنى،
    کور،کلئ،شار،مسجد،مکتب،ہسپتال شفاخانہ حجرہ،بیٹھک،سڑک،
    بلڈنگ،کارخانہ/فابریکہ،بند،ویالہ،زرندہ ہر سہ
    راباندى نڑوى، ،او نعرى چیغى راباندى وہى،
    سى موڑ وطن جوڑاوو،
    وطنوال پر مخ بیاوو،
    دا آغہ ڈاکٹران دى، ،سى ناجوڑان پہ ڈیرہ ناترسى وزنى،
    او نعرے وہى،سى موژ ہے دوا درمل رغونہ کوو،
    د زوند کوشش ے کوو،
    د افغانانو لوئ کور ہے کنڈوالہ کئ،
    افغانان ہے (درپہ درہ) (تباہ برباد) (خاورى پہ سر کڑل )،فقر،لوژہ. ،نہ لوستى،ب کورى ب کارى ے
    لر او بر خورہ ورہ کڑلہ،
    دلتہ وینى او ویرونہ ،
    آلتہ قطرى عطرونہ او خوندونہ،
    دا ٹول ابلیسیت وروروزنہ گورنڑول وطن پلورل خرسول د اسلام پہ نامہ،
    تر دا غٹہ بدبختى پہ ٹولہ نڑئ بلہ ستہ؟؟؟؟؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب