تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۲۴ مه) د طالبانو له بیا واک ته رسېدو پنځه کاله وروسته، د افغانستان بېلابېلې ټولنې لا هم په نړۍ تر ټولو له ستر بشري ناورین سره مخامخ دي. که څه هم د نړیوالو پام نورو بحرانونو ته اوښتې، خو ۲۱.۹ میلیونه افغانان، چې د هېواد کابو نیمایي نفوس جوړوي، لا هم بشري مرستو ته اړتیا لري. په همدې حال کې د بشري مرستو بودجه مخ په کمېدو ده.
د ۲۰۲۶ کال د اپرېل او سپټمبر ترمنځ اټکل کېږي چې شاوخوا ۱۳.۸ میلیونه کسان به د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخامخ شي. همداراز کابو۳.۷ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان او ۱.۲ میلیونه امیندواره او شیدې ورکوونکې ښځې د خوارځواکۍ له جدي خطر سره مخ دي.
د افغانستان د بشري مرستو پلان تر اوسه یوازې شاوخوا ۲۵ سلنه تمویل شوی چې له امله یې میلیونونه خلک روغتیايي خدمتونو، د تغذیې پروګرامونو، زدهکړو او خوندیتوب ته د لاسرسي له لاسه ورکولو له خطر سره مخ دي.
د بودجې د کمښت له امله CARE د پاملرنې موسسې سږ کال ۳۰ روغتیايي کلینیکونه تړلي دي. د روغتیا نړیوال سازمان هم ویلي چې د جنورۍ له میاشتې راهیسې په افغانستان کې شاوخوا ۱۵۰ روغتیايي مرکزونو د بودجې د کمښت له امله خپل فعالیتونه درولي یا تړل شوي دي.
ښځې او نجونې د دغو بحرانونو تر ټولو دروند بار پر غاړه لري. په ځانګړي ډول د امیندواره ښځو لپاره وضعیت د ژوند له ګواښ سره مخ دی. افغانستان په هرو ۱۰۰ زره ژوندي زېږونونو کې د ۶۳۸ میندو د مړینې کچه لري چې په اسیا کې تر ټولو لوړه شمېره ده.
د هرات په یوه روغتیايي مرکز کې، چې د پاملرنې موسسې له ملاتړ څخه برخمن دی، قابله امینه*، وايي:
«کله چې یوه مور له خپل ماشوم سره په خوندي ډول له کلینیکه ووځي، پوهېږم چې ولې دې کار ته دوام ورکوم. که زموږ په څېر کلینیکونه وتړل شي، ډېری ښځې به هغه مهال د روغتیايي پاملرنې لپاره هېڅ ځای ونه لري چې تر ټولو ډېره اړتیا ورته لري.»
د ښځو او نجونو پر زدهکړو، کار، تګ راتګ، روغتیايي خدمتونو او په عامه ژوند کې د برابر ګډون محدودیتونه د افغانستان پر ټولنې لنډمهاله او اوږدمهاله اغېز لري.
د پاملرنې موسسه وايي، په ۲۰۲۶ کال کې له ۱۰ میلیونو څخه ډېرو ښځو او نجونو ته د بشري مرستو رسولو لپاره د روزل شویو ښځینه ډاکټرانو، ښوونکو، نرسانو او د بشري مرستو د کارکوونکو نشتوالی یوه ستره ستونزه ده.
له بلې خوا، اقلیمي بدلونونه، طبیعي پېښې، اقتصادي ستونزې، کورنۍ بېځایه کېدا او له نورو هېوادونو څخه د افغانانو پراخه بېرته راستنېدا پر هغو ټولنو لا نور فشار اچوي چې له وړاندې له سختو ستونزو سره مخامخ دي.
پاملرنه وايي، له افغان مدني ټولنو سره په ګډه کار کوي څو ښځو، نجونو او کورنیو ته اړینې مرستې ورسوي. دغه اداره له بېلابېلو لورو سره هم کار کوي چې ښځو او نجونو ته زدهکړو او نورو اساسي خدمتونو ته بشپړ او برابر لاسرسی برابر شي او هغوی وکولای شي په خوندي او اغېزمن ډول د بشري مرستو په پروګرامونو کې ونډه واخلي.
په افغانستان کې د پاملرنې CARE مشر محمد اکمل شریف وايي:
«پنځه کاله وروسته هم افغانان د خپل ژوند د بیا جوړولو لپاره بېساری هوډ لري، خو دوی دا کار یوازې نه شي کولای.»
هغه وايي، بېړنۍ مرستې لا هم اړینې دي، خو بسنه نه کوي. د نوموړي په وینا، افغانان، په ځانګړي ډول ښځې، نجونې او ځوانان، د روغتیا، زدهکړو، تغذیې، معیشت او د سیمهییزې مدني ټولنې په برخو کې دوامدارې پانګونې ته اړتیا لري.
شریف ټینګار کوي چې ښځینه کارکوونکې د بشري مرستو د رسولو لپاره حیاتي ارزښت لري او باید خوندي وساتل شي، ځکه له هغوی پرته ډېرو خلکو ته په اغېزمن ډول د مرستو رسول ستونزمن دي.
هغه زیاتوي چې له افغانستان سره دوامدار نړیوال تعامل او د اساسي خدمتونو، سیمهییزو مدني ټولنو او د ښځو په مشرۍ د بنسټونو اوږدمهاله ملاتړ کولای شي له افغان کورنیو سره مرسته وکړي چې یوازې د ژوندي پاتې کېدو له حالت څخه د باعزته ژوند پر لور حرکت وکړي.
اکمل شریف وايي:
«افغانان باید اړ نه شي چې د نن ورځې د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د باثباته راتلونکي د جوړولو ترمنځ یو انتخاب وکړي. په هېواد کې د امنیت نسبتاً ښه وضعیت یو مهم فرصت برابروي چې په اوږدمهاله پرمختګ او د ټولنو د مقاومت په پیاوړتیا کې پانګونه وشي.»
د پاملرنې موسسه له ۱۹۶۱ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي. په ۲۰۲۵ کال کې دې ادارې شاوخوا ۱.۲ میلیونه کسانو ته خدمات رسولي چې ۶۷ سلنه یې ښځې او نجونې وې.
پاملرنه له خپلو سیمهییزو شریکانو سره اوس په بلخ، پکتیا، خوست، غزني او هرات ولایتونو کې د ۳۲ روغتیايي مرکزونو ملاتړ کوي. دغه مرکزونه لومړنۍ روغتیايي پاملرنه، د میندو او نوزېږو ماشومانو روغتیا، تغذیه، رواني او ټولنیز ملاتړ، د خوړو خوندیتوب، معیشتي او تعلیمي مرستې وړاندې کوي.