پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهد تاجيکستان ولسمشر له افغانستان سره پر پوله د امنيتي کمربند غوښتنه...

د تاجيکستان ولسمشر له افغانستان سره پر پوله د امنيتي کمربند غوښتنه وکړه

تاند:( سی شنبه، د جدي يوويشتمه) د تاجيکستان ولسمشر امام علي رحمان وايي، چې هېواد يې له افغانستان سره په ګډه پوله کې د امنيتي کمربند د جوړيدو غوښتنه کوي.

نوموړي د ډله ییز امنیت د سازمان انلاين غونډې ته د وينا پر مهال ويلي، چې دغه امنيتي کمربند جوړيدل به د افغانستان په پوله کې د شته امنيتي ننګونو په کابو کولو کې ګټور تمام شي.

د روسیې سپوتنیک خبري اژانس د امام علي رحمان د څرګندونو په شننه کې ويلي، چې د افغانستان او تاجيکستان تر منځ ګډه پوله ورځ تر بلې د ډېريدونکو امنيتي ګواښونو شاهده ده.

سرچينه زياتوي، چې دغه ګواښونه ان د طالبانو د خپلمنځیو اختلافونو او جګړو د رامنځته کيدو تر حده دي او ګاونډي هېوادونه يې انديښمن کړي دي.

طالبانو د تاجيکستان د ولسمشر څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې يې ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکړی و، چې د افغانستان له خاورې به ورته ګواښ نه پېښېږي.

په وروستيو کې د تاجيکستان په ګاونډيو يو شمېر افغان سيمو کې د طالبانو د خپلمنځیو جګړو خبرونه هم ورکړل شوي، چې تر ډېره د څوکيو په وېش رامنځته شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...