پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهحقاني: امريکا ته ورغلو ۴ زرو افغان کورنيو هېواد ته په بيرته...

حقاني: امريکا ته ورغلو ۴ زرو افغان کورنيو هېواد ته په بيرته ستنيدو کې مرسته غوښتې

تاند:( سې شنبه، د جدي يوويشتمه) د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنيدونکو چارو وزير خليل الرحمن حقاني ادعا کوي، چې امريکا متحده ايالاتو ته تازه ورغلو ۴ زرو افغان کورنيو ورسره اړيکې نیولي او هېواد ته په بيرته ستنيدو کې یې مرسته ورڅخه غوښتې ده.

‏نوموړي ویلي، چې امريکا ته ورغلي دغه ۴ زره افغان مېرمنې او ماشومان بد وضعیت کې دي او د طالبانو له حکومت څخه یې غوښتي څو افغانستان ته یې د بېرته را وستلو زمینه برابره کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې لا هم سلګونه زره افغانان د اقتصادي او بشري ناورين د شدت او د طالبانو د ورځ تر بلې ځورونکو قيوداتو او محدوديتونو له کبله د هېواد پريښودو په تکل کې دي.

د طالبانو له لوري د افغانستان د پاسپورټ ریاست لپاره ټاکل شوي رييس مولوي عالم ګل حقاني تېره اونۍ وویل چې ټول افغانان د پاسپورټ اخيستلو غوښتنه ورڅخه لري.

يو شمير شنونکي دغه وضعيت ته په کتو سره د خليل الرحمن حقاني ادعا ته د شک په سترګه ګوري.

1 COMMENT

  1. ههههه سهی ده بلکل سهی ده .
    دا طالبان هم سخت بنډلیان دی لکه دعمران خان طلاقی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب