دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد قزاقستان ولسمشر: په وروستيو ګډوډيو کې افغانستان نه راغلو ترهګرو هم...

د قزاقستان ولسمشر: په وروستيو ګډوډيو کې افغانستان نه راغلو ترهګرو هم لاس درلود

تاند:( سې شنبه، د جدي يوويشتمه) د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقايف وايي، چې د هېواد په وروستيو حکومت ضدو اعتراضونو او ګډوډۍ کې له افغانستان نه ورغلي وسله وال ترهګر هم ښکېل وو.

هغه دا ګډوډۍ « ترهګري» ګڼلې او د منځنۍ اسيا او منځني ختيځ سخت دريځه اسلامي جنګيالي يې ټول پکې شريک ګڼلي.

قزاقستاني ولسمشر د اروپايي شورا مشرانو ته ويلي، چې د دې ګډوډۍ په « ترهګريزتوب ط» کې هيڅ شک نه لري.

د طالبانو د حکومت چارواکو په دې اړه شويو ادعاوو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

مخکې د روسیې د ملي امنيت شورا يوه مقام هم ادعا کړې وه، چې د قزاقستان په وروستيو ګډوډيو کې له افغانستان نه ورغلي بهرني جنګيالي هم لاس لري.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له څو مياشتو راهيسې وايي، چې د داعش په ګډون د مختلفو ترهګرو ډلو زرګونه جنګيالي په افغانستان کې د منځنۍ اسيا پولې ته څېرمه پټ او د منځنۍ اسيا هېوادونو ته د ګواښ جوړولو فرصت لټوي.

طالبانو مخکې ټینګار کړی، چې د افغانستان له خاورې به هيڅ هيواد ته حطر نه رامنځته کيږي.

د قزاقستان په وروستيو ګډوډيو کې سلګونه کسان وژل شوي، يو نيم زرو پورې ادارې زيانمن شوي او تر درې ميليارده ډالرو مالي زيانونه اوښتي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب