شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهاسماعيل خان او احمد مسعود سره د متقي مذاکراتو ته بېلابېل غبرګونونه...

اسماعيل خان او احمد مسعود سره د متقي مذاکراتو ته بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي

تاند:( سې شنبه، د جدي يوويشتمه) په ايران کې د طالبانو د پلاوي او اسماعيل خان او احمد مسعود ليدنه د افغانانو له مختلفو غبرګونونو سره مخامخ شوې ده.

دغه ليدنه، چې ويل کيږي د ايران د مذهبي مشر د اړوند استخباراتي سازمان ( سپاه پاسداران) په منځګړتوب ترسره شوې، طالبان او مخالفان یې په اړه مختلفې خبرې کوي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي ويلي، چې اسماعيل خان او احمد مسعود ته یې ډاډ ورکړی، چې افغانستان ته راتلی شي.

د اسماعيل خان نیږدې سرچينو بيا ويلي، چې هغه ته د شلو په شاوخوا کې د وزارتونو، ولايتونو او نورو مهمو څوکیو په ګډون د طالبانو په حکومت کې ونډه وړانديز شوې ده.

د احمد مسعود نيږدې کسانو ويلي، چې دوی د ټول ګډونه حکومت او د ټولو اتباعو د اساسي حقوقو د تامين په اړه طالب لوري ته خپلې غوښتنې ډاګيزې کړي دي.

د دغو ليدنو په اړه افغانانو مختلف غبرګونونه ښودلي دي.

د ننګرهار پخواني والي ضياء الحق امرخېل د‌ دغو ليدنو له هرکلي سره ويلي: د خپلواک افغانستان لپاره لازمه ده، چې مسؤلين او سياسيون د يو بل زغملو سره اختلافات د خپل منځي خبرو له لارې حل کړي، په يوالي سره هېواد د پردیو لاسوهنو څخه وژغورو او د ابادۍ لپاره يې کار وکړو.

د‌ پرځول شوې ولسي جرګې غړې فرزانه کوچۍ بيا ويلي: ‏هغه چې د ایران او پاکستان په ملاتړ او لابي افغانستان کې قدرت ته رسیږي ورته شرم دی چې د افغان ولس د استازولي او مشري دعوا وکړي. موږ ایران او پاکستان ښه پیژنو . پیشو د خدای لپاره موږک نه نیسي!

افغان ليکوال او سياسي فعال نجيب ننګيال ويلي: (( سیاسي ډیالوګ د حل لاره ده. هر څوک چې د خبرو او سیاسي تفاهم لاره غوره کوي، باید وستایل شي. هغوی مه غندئ چې خبرې او مذاکرات یې لومړي انتخابونه دي. البته هغه خبرې چې د بندو دروازو تر شا، د پردیو استخباراتو په منځګړتوب تر سره کېږي، نتیجه نه ورکوي. همه شمول حکومت هم مه جوړوئ. په یوازې ځان یې وکړئ. خو واک د انتخاباتو له لارې تر لاسه کړئ. قانون د ولس په خوښه جوړ کړئ. که دا دوه غوښتنې نه منئ. د بدې ورځې او تر دې د خراب حالت مسئولیت ستاسې په غاړه دی.))

د کورنيو چارو وزارت پخواني سلاکار ادريس ستانکزي بیا د‌ پنجشېر د مقاومت ډله د دروغجنو، جاسوسانو او معامله ګرانو ډله ګڼلې ده.

هغه زياتوي، چې که داسې نه وه، ولې یې دغه ليدنه د ايران يوې استخباراتي ډلې برابروله؟

ستانکزي زياته کړې،‌‌ چې د احمد مسعود او ډلې جنجال يې طالبانو سره د څوکيو په وېش دی.

د ولسمشر غني یوې پخوانۍ ویاندې درانۍ وزیري بيا د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي سره د جمهوري نظام د بهرنيو چارو وزارت د يوه سرپرست ادريس زمان د ليدنې په اړه توندو غبرګونونو ته په اشارې ليکلي، چې زمان خو په هغې ليدنې د پنجشېر مقاومت ډلې له لوري دېر محاکمه شو، خو چې د خپلو خلکو دا ليدنه، هغه هم په ايران کې ولی نه نقدوي؟

د پنجشېر د مقاومت ډلې او دغه راز طالبانو د ايران د يوې استخباراتي ډلې په اشاره د خپلې دې ليدنې په اړه څه نه ويلي.

1 COMMENT

  1. طالبان د لوږې نه نور غاپي او مسعودیان د قدرت پسې غاپي او د هر څه نه د قدرت لپاره تیر دي. ط پوهیږي چې نور حکومت نشي چلولې او دا بهتره ګڼي چې ددې پر ځای وتښتي د قدرت طلبو سره سازش وکړي مګر لویه اشتباه به وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب