جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهط په کاپیسا کې د ۶ مېرمنو بيول تاييد کړل

ط په کاپیسا کې د ۶ مېرمنو بيول تاييد کړل

تاند:( سی شنبه، د جدي يوويشتمه) په کاپيسا کې د طالبانو ځايي چارواکو منلې، چې جنګیالیو یې د کوهستان ولسوالۍ له لومړۍ برخې د يوه کور شپږ مېرمنې او درې ماشومان د شپې له ځانه سره بیولي وو.

 د کوهستان د لومړۍ برخې طالب امنیه قومندان مولوي عبدالمتين سعيد ویلي، چې دا کار طالب جنګياليو د دوی له همغږۍ پرته کړی.

طالب قومندان د دې پېښې په اړه د پلټنو خبر ورکړی او ویلي، که په دې برخه کې خوک له دندې په ناوړه ګټه اخيستو پړ ثابت شي، سزا به ورکړل شي.

د بندي شویو مېرمنو يوه ګاونډي: د مېرمنو نارينه وو چا سره حقوقي ستونزه لرله او مقابل لوری طالبانو سره د مېرمنو او ماشومانو د بيولو لپاره راغلی و.

سرچينه زياتوي: ښځو ويل موږ ولسوالۍ ته نه ځو، خو طالبانو په زوره د پوليسو رېنجر موټر ته وخيژولې او په زوره او وهلو ډبولو یې ورسره بوتلې.

د سیمې یوه قومي مشر میرآغا بیدار د دې پېښې په غبرګون کې د ځايي خلکو اعتراضیه غونډې ته وویل: زموږ ناموس ولې بيايي، د قانون په اساس ولې چلند نه کوي، دا د کوهستان ناموس ته سپکاوی دی، مونږ عدالت غواړو.

 په خواله رسنیو کې هم دې پېښې ته خلک سخت غوسه دي او وړاندوينه کوي، چې دا ډول پېښې به ژر د طالبانو د زوال او په ضد یې د ولسي پاڅونونو سبب شي.

د یادونې وړ ده، چې بیول شوې مېرمنې او ماشومان بېرته له بنده خوشې شوي دي.

4 COMMENTS

  1. طالب واکداران نباید داسی ناروا استعمال شی او دا د عدم اهلیت یو رذیلانه مثال دی
    آیا طالب د ملت او ناموس ساتونکی ندی؟
    آیا طالب د ملت خادم دی که فرعون؟

  2. ټالبان داسی بی غیرته او بی ننګه کار ونه تر سره کوی چی د افغان او پښتون په تاریخ کی سارسي نه لریي

    او بیا د تالب جاهلان ملاتړی ددې په ځای جی دداسی بی ننګه او پستو کارونو غندنه وکړی د تاند به اداره پړه اچوی چی ولی دتالبانو دداسی شهامت او میړانی ډکو کارنامو نه پرده پورته کوی او افغانانو ته يی په ډاګه کوی

    خوشحال خان بابا څه ښه وايی

    د مغل سره چی کښیناسته مغل شو

    د افغان سره چی کینی نور افغان شو

    تالبان د تور مغل په غیږ کی رالوی شوی او روزل شوی او د تورو مغلو کړنی کوی چی رښتینی ژوندی افغانانو خو پریږدوه چی مړی به ورته په قبرونو کی هم له حیا نور په خاورو ځان ننه باسی

  3. درد مند افغانه خوشې لګیا یې تاسو خو ۲۰ کاله وخت لاره خو د غلام غلامی مو وکړه او کوۍ یې ، دغه ټولې خبرې چیټیات دي زه په نو ومبر (۱۱. ۲۰۲۱) کې په کابل کې وم او بیا په موټر کې تر حیرتانو پورې لاړم او بیرته هم په سرویس کې کابل ته راغلم ! داسې عدالت او ارامي ما په افغانستان کې نوه لیدلې ! دزاړه دولت ځينې فاسد کسان او عناصر ما د کشف او استخباراتو په حلقه کې ولیدل چې هغوی د طالبانو د بدنامي لپاره پټ غیرې قانوني کارونه کول چې طالبان بد نامه کړي ، همداسې په مزار کې د غلامې اردو افسرانو په هوټلونو کې کارونه کول چې د طالبانو به یې بد ویلې !
    داټولې د پښتون خلاف پرو پاګندې دي ! که کوم شاهد او ښاهدي ته ضرورت وي ولې ښځې سوال ، ځواب او شاهدي ته حاضره نکړي ؟؟ په حقوقي او مالي جنایې مسائلو کې نر او ښځه فرق نلري ، باید رسمي مقامات پوښتنې او د سترګو لیدلي حال ترې وغواړي ! نن په طالبانو کې هره طائفه او قام شته خو اکسریت یې پښتانه دي او دغه اکسریت ، ځينو حلقو ته خوند نه ورکوي او پرو پاګنده پسې کوي ! ایا دې ښاغليو هم د هلمند په ښځو چې د اشغالګرو له خوا بي سیرته شوې وې کومه خوابدي ښکاره کړې ده ؟؟ نه هغوی مړ او بي عزته ذلیل پښتون غوښت او غواړي یې !
    ته راځې د خوشالخان شعرونه لیکې خو ستا او د یوو پنجشیری غله هدف یو شی دی! نو یووارې مهرباني وکړه ، فکري درمند افغانه د محب، فضلي او غني ترانې ښې تحلیل او مطالعه کړه !!

  4. Pattang ته
    ما په تیرو حکومتونو هیڅ ډول کار نه دی کړی او همیشه می د ملی خاینانو ، د افغانستان د ښیرازۍ ددښمنانو او د افغانانو د قاتلانو په خلاف خپل غږ پورته کړی دی.

    د خپلو لاسو حلاله ګټه لږ او ډیره می پیداکړی او د خپل فامیل لپاره می حلاله روزی تر لاسه کړی.ږ ده او دالله پاک نه ډیر خوښ یم.
    زه د هغو خیټورو جوټه خورو څخه نه یم چی د افغانانو د وینو په بدل کی په پردو جوټو لکه د پنجاب د بلاربو میخو را پړسېدلی دی.

    د هر یو ناروا کار په مقابل می خپل غږ پورته کړی او پورته کوم يی

    نو مهربانی وکړه پاکستانۍ جعلی رنګارنګ ټاپی دی د خپل خیرن واسکټ په جیبونو کی سمبال وساته.

    ایا کوم غیرتی انسان پښتون خو پریږدوه به داسی کار وکړی لکه دی د مغلو تور لښکر چی په کاپیسا کی د ښځو سره کړی او داسی نوری ناروا کړنی.

    امنیت ددې معنی نه ده چی د خلکو په عزت دی تیری وشی او د تالب ملاتړی دی دداسی بی غیرته، بی ننګه او پستو کارونو د دفاع لپاره نور افغانان هم وهڅوی.
    الحمد لله زمونږ ضمیر ژوندی دی او د پښتنی مور شیدی مو خوړلی او دداسی بی ننګه او بی غیرته کارونو په مقابل کی هېڅکله چپ نه شو پاتی کیدلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب