یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهپنجشېر مقاومت ډله: متقي د حقاني شبکې د کمزوري کیدو په وسيله...

پنجشېر مقاومت ډله: متقي د حقاني شبکې د کمزوري کیدو په وسيله د سولې هیله لري

تاند:( سی شنبه، د جدي يوويشتمه) د احمد مسعود په مشرۍ د پنجشېر د مقاومت ډلې د‌ طالبانو د بهرنيو چارو د وزير مولوي امیر خان متقي په حواله د طالبانو په منځ کې د داخلي اختلافاتو په اړه ځینې ادعاوې کړي.

د‌ دې ډلې وياند صبغت احمدي ويلي: متقي هيله لرله، چې حقاني شبکه کمزورې او په دې ډول مقاومت ډلې سره د سولې زمینه برابره شي.

د احمدي په وينا، دوی هم د طالبانو تر منځ خپلمنځي جنجالونه له نورو لوريو سره د دوی د نه جوړ جاړي اصلي دلیل يادوي.

د پنجشېر مقاومت ډلې دا هم وويل، چې امير خان متقي حقاني ډله تورنه کړه، چې د طالبانو د عادي چارو پر وړاندې هم خنډ کيږي.

طالبانو متقي ته د منسوب شويو دغو څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي پرون کابل ته له ایران څخه په راستنېدو سره ومنله، چې له اسماعيل خان او احمد مسعود سره یې په ایران کې لیدلي او هېواد ته یې له کومې انديښنې پرته د ستنیدو ډاډ ورکړی.

8 COMMENTS

  1. اول خو دا څومره مزخرفه ادعا ده چې لنډغرو کړېده. دوهم متقي هېڅوخت داسې غلطه خبره نه کوي. دریمه خبره داده چې د تاندیان خو سخت د لنډغرو په خدمت او د طالبانو په ضدیت او دښمنۍ کې دي. که داسې نه وي، د داسې درواو خبرونو خپرول څه مانا لري؟ دوی لنډغرو ته پر طالبانو ترجیح ورکوي. لعنت دې وي پر دوی

  2. خختګ دی سوړی سوړی راوړ طالبجانه

    چی هره سوړه دی ګنډم ژړا راڅی

    د تاند والا به د طلبجان د خختګ کومه سوړه راوګنډی چی تالبجان او د طالبجان ملاتړی پری خوشحاله کړی

    د تاند اداری خو دا خبر هم خپور کړی

    “ټولنیزو رسنیو کې د‌ يوې خپرې شوې ویډیو په اساس ځينو
    رسنيو راپور ورکړی، چې طالبانو د کاپيسا په کوهستان کې تېره شپه د يوې کورنۍ ۶ مېرمنې له ځانه سره بیولي.”

    ټالبانو چی داسی بی غیرته او بی ننګه کار ونه تر سره کوی نو د تاند والا به ورته څه پرتګونه وګنډی. ښايی دتالب ملاتړی به اوس ددې بی ننګه او بی غیرته پیښی پړه هم د تاند پد اداره اچوی چی ولی دتالبانو دداسی شهامت او میړانی کارنامی افغانانو ته په ډاګه کوی.

    خوشحال خان بابا څه ښه وايی

    د مغل سره چی کښیناسته مغل شو

    د افغان سره چی کینی نور افغان شو

    تالبان د تور مغل په غیږ کی رالوی. شوی او د تورو مغلو کړنی کوی چی رښتینی ژوندی افغانانو خو پریږدوه چی مړی به ورته په قبرونو کی له حیا نور په خاورو ځان ننه باسی

  3. دا د تنظیمونو ناکامه تجربه لژ تر لژ ۴۰ کاله یا تقریبا نیم قرن تکرار شوی او ملت یی تباه کری.
    نورو تجربو ته ضرورت نشته، نو باید د قرآنکریم او سیرت محمدی صلی الله علیه و سلم نه زده کره وکرو او فاستبقواالخیرات باندی عمل سره په اخلاق او خدمت کی مسابقه د کامل ایمان
    تقاضا ده او نور دا مظلوم مؤمنان مه سپکوی،مه وژنی
    اگر میخواهید کامیابی و عزت دارین نصیب تان شود در اخلاق و خدمت فی سبیل الله مسابقه کنید نه تداوم جنگ و ملت کشی بلکی خادم راستین ملت مؤمن باشیم.

  4. Every concept is relative. At this junction of political power timing, Ekhwanis of Afghanistan are more moderate that Mullahs and Talibs. At least Ekhwanis such as Masood and Ismarl Khan believe in election based one vote one person.

  5. اسلامی امارت ته خواست کووم چه نور د تنظیمونو د لنډغرانو ترخی کړنی او غونډی مه تکراروی. دغه سر زوری او فاسد قوماندانان نور ختم شوی او افغان ملت دغه خلک نور نه غواړی.

    کوشش وکړی دغه غونډی او مجلسونه دهغو خلکو سره ونیسی چه د افغانستان په درد خوری لکه ښاغلی اشرف غنی، ښاغلی صمد حامد، ښاغلی ستار سیرت، ښاغلی روستار ترکی، ښاغلی رمظان بشردوست او نور پوهان او عالمان چه افغانستان په پښو ودروی،

    والسلام

  6. محمده وروره حق په جانب یې تاندوال د پښتنو خلافې خبرې نشروي خو دایې هم حق دی د بیان ازآدي ده ، خو تاند وال هغه خبرې نشروي چې حقیقت نلري اود پښتون خلاف او د حقیقت ضد وي ، دوی طالبان ټکوي د غلو افغان دوښمنه ستمیانو پرو پاګنده تائیدوي او خپروي یې. څوک چې خپل مور پلار قام خپل ټبر په غلو پښتون دوښمنه عناصرو خرڅوي الله د تباه کړي . دوی په دېموکراسي کې ورک دي او پر دې نه پوهیږي چې دیموکراسي په پوهو، قانون مندو، صادقو او هغو انسانانو دریږي چې هغوی هر ډول اخلاقی فساد ردوي اود قانون خلاف نه دریږي . ستمیان خو هغه انسانان دي چې افغانستان یې چور که اود اشغالګرو اربکیان او د فساد عاملین وو او دي ، دشتې لیلې ، شبرغان ، قلعه جنګي خو د تسلیم شویو پښتنو په وینو رنګ دي او ۵۰۰۰ زره پښتانه یې بیګناه بې محکمې او پوښتنې په بې رحمانه توګه ووژل ! دغو ستمیانو د غربي شکیلاک او اشغال څخه وروسته په پښتنو ښکار شروع که ، چیرې به چې پښتون ، ددوی د خوښې نه وو نو هغه به یې دالقاعده او طالب په نوم امریکیانو ته په لاس ورکاوو او هغوی به بیا بګرام ته استاوو … یوو بندي راته وېلې چې فاړسي ژبیو عساکرو به په مونږ دومره ظلم کاوو چې د امریکیانو د نفرت سبب به شه او هغوی به بیا مداخله کوله ! یوازې له پنجشیره ۶ مهم وزیران په چوکۍ ناست وو او هغو پښتنو یې تعامل کاوو چې په خپله له فساده ډک وو ! پښتون چې مکتبي شي نو بیا کلا بي دیموکرات شي ، خپله ژبه ، کلتور او ملي ارزښتونه ټول هیر کړي ! خبرې ډیرې دې‌نور بس ده ! خو یوه خبره کوم : چا چې ګټلې وي روزي د شي ! نو له نورو غلو سره یې ولې شریکه کړي ! پښتون ، ازبک او تاجک طالب ګټلې ده نو شراکت یې له پروني غلو سره خوشې لویه تیروتنه او خطا یې بولمه !

  7. ښاغلی افغانه زه فکر کوم چې خبر نه یې ، صمد حامد خو دا ډير کالونه کیږي چې وفات شوی دی او غني خو هغه فاسد انسان دی چې هیواد یې پرېښود، له دالر و، فضلي او محب سره یو ځای وتښتېده ! غني په افغانانو ځان په درواغو ډیر قیمته خرڅ که خو په حقیت کې یو لاپوک پاپولیست انسان وو !

  8. ښاغلی پتنګ صاحب مننه د صمد حامد د وفات څخه خبر نه وم، الله ج دیی هغه وبښی.
    بلی ښاغلی غنی که هر ډول انسان وه خو د لنډغرو څخه سل واره ښه وه، بلی ښاغلی غنی پوهیده که زه په چوکی ناست یم او که زما د جمهوریت چوکۍ ته بل راشی، د افغانانو (عسکرو او طالیبانو) وینه تویدل به جاری وی. هوښیار سړی وه افغانستان یی د کور جنګی او تجزیی څخه خلاص کړه.
    ښاغلی غنی پدی پوهیده چه امریکایان حتمی او ضروری وځی او ملی اردو ۸۰ اتیا فیصده د لنډغرو او زورواکانو څخه جوړه ده نو ښه داده چه بی جګړی وطن ملا ایمامانو ته تسلیم کړم، که نه لنډه غر په قدرت رسیږی به او د پنجشیر خطرناکه سلاح کوټونه لکه لونا، اوره ګان او نوری اسلخی به اصلی او ریښتینی افغانان د خاورو سره خاوری کړی.
    یو شی باید د یاده ونه باسو چه هم کرزی او هم غنی د شمال لنډغرو څخه ډیر په تنګ راغلی وه، خو وس او توان یی نه رسیده. حتی کرزی یو معلم عطآ د بلخ څخه او غنی کرام الدین کریم( د ښځو د فوټبال ریس) د پنجشیر څخه نیولی نشو.
    لندغرو به کرزی، غنی، ځمونږ وړوکی او غټ د تروریست په نوم یادوه او د افغانستان او افغانیت څخه هم منکر وه.
    والسلام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب