تاند:(يکشنبه، د حوت ۲۹ مه) د ط د امارت د استخباراتو لوی ریاست پر امريکا تور پورې کړی چې په افغانستان کې د داعش ډلې د حضور په اړه پروپاګند کوي.
د دې ادارې په یوه اعلامیه کې، په افغانستان کې د داعش د ودې او د دې ډلې د نظامي حضور د پراختیا په اړه د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د قوماندان څرګندونې په کلکه رد شوي دي.
د طالبانو استخبارات وايي چې د امریکايي چارواکو دا څرګندونې د استخباراتي پروپاګنډ تر څنګ داعشیانو ته د تبلیغاتي کمپاین برخه ده.
د طالبانو د استخباراتو ریاست په خپله خبرپاڼه کې ویلي، داعش استخباراتي پروژه وه، چې اوس په افغانستان کې فزیکي حضور نه لري.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان ویلي و چې داعش ډله د پراختیا په حال کې ده او ښايي راتلونکی اوړی په افغانستان کې بریدونه وکړي.
طالبانو مخکې هم په افغانستان کې د داعش ډلې د ځپلو ادعا کړې او ويلي چې دا ډله د فعالیت فرصت او ځای نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو پر يوې پوځي پوستې د داعش ډلې د یوه برید او پکې د ۳ طالبانو د وژل کيدو خبر ورکړل شو.
ويل کيږي چې طالبانو ډېر ځلې د داعش ډلې خلاف خپلو عملياتو بل نوم ورکړی او وياندويانو او رسنيو ته یې امر کړی چې داعشیانو ته د « اختطافګرو» اصطلاح وکاروي.
په همدې حال کې په یو شمېر سیمو کې خلک ادعا کوي چې داعش د خلکو پر جلب و جذب بوخت دی. په پکتیا ولایت کې څو تنو تاند ته وویل چې داعش هڅه کوي چې د خلکو له فقر او بې روزګارۍ څخه ګټه واخلي او د ۳۰۰ ډالرو په بدل کې یې ځان ته جلب کړي. خو تراوسه پورې څرګنده نه ده چې د داعش له لوري د بېوزلو او بې روزګاره کسانو د جلب و جذب بهیر په څه حد کې دی.
دا خبره خو د طالبانو په ځای ده ، امريکان سي له افغانستانه ووتل او طالب ددوۍ اشتها ورخرابه کړه اوس ددعيش سي پخپله دوۍ جوړ کړی په يوه لاره د افغان ولس دغه نيم سوليږ مګر له لوږې او کړاونو ډک بيرته ور خرابوي.د دعيش په نوم به تيښتيدلي شمالي داړه ماران او هغه د ث ای اې په لاس جوړ سوي کمپاينيان قاتلان په وسلو بار کړي .
تالب او داعش دواړه د یوه خره غوږونه دی او یوازینی هدف يی د افغانانو ځورول، وژل او د افغانستان ملی ارزښتونه پایمالول او افغانستان د جهالت او تیارو کندو ته ګزارل دی.
دواړه ډلی د ای ایس ای په بټۍ کی پاخه شوی لوښی دی او دیو هدف لپاره را پیداشوی، روزل شوی او افغانستان ته رالیږل شوی چی افغانستان نه یاغیستان جوړ کړی او شل شوټ يی کړی او د هر قسم سیالۍ نه يی وباسی او یوازی د پاکستان په دروازوکی افغانان محتاج او سوالګر ودروی.
دواړه ډلی د هیرامتډۍ د ارېښتونو د ساتلو لپاره راپیداشوی او ټول افغانان يی وینی چی همدا کارونه مخکی بیايی.
افغانان باید ددې دواړو اسلام دښمنه او پښتون دښمنه ډلو دورکولو لپاره هلی ځلی وکړی او ددوۍ په سپیځلو سمبولونو او شعارونو غلط نه شی
ځکه چی دوۍ د اسلام پښتونولۍ غیرت او ملی ارزښتنو دښمنان او د هیرا منډۍ اصلی وفادار غلامان دی