تاند:(يکشنبه، د حوت ۲۹ مه) د کندهار په ښوراندام صنعتي ښارګوټي کې د څه د پاسه ۲۱۷ مېلیون افغانیو په لګښت د وسپنې ویلي کولو فابریکې د جوړولو چارې پیل شوې.
د کندهار د صنایعو او کانونو خونې رئیس سیدمحمد سرور آغا اماني ويلي چې یاده فابریکه په ۱۲ جریبه ځمکه کې جوړیږي چې چارې به یې د پنځلسو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د نوموړي په خبره، دا فابریکه به پر وسپنې ویلي کولو سربېره له ۵ څخه تر ۷ ټنو پورې د ګول سیخ او انګلارن د تولید ظرفیت هم ولري چې له ۹۰ څخه زیاتو کسانو ته به په کې د کار زمینه هم برابره شي.
د دې فابريکې د جوړولو د پیل خبر په داسې مهال ورکړل شوی چې له افغانستان څخه د اقتصادي سقوط او پراخو ننګونو له کبله په پراخه کچه د پانګې د ايستو لړۍ روانه ده.
طالبان بيا بهر ته تللي پانګوال وربولي چې هېواد ته له امنیتي انديښنو پرته راستانه او خپلې پانګې دلته په کار واچوي.