تاند:(يکشنبه، د حوت ۲۹ مه) د ط د امارت سرچينې وايي، چې دوی د نوي لمريز کال د نوروز او دهقان ورځو رخصتۍ لغوه کړي دي.
په هلمند کې د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو رييس انجنير حبيب الله دین دوست په يوه مکتوب کې ويلي، چې د يادو ورځو رخصتۍ د اړوند وزارت د شفاهي لارښوونې په اساس لغوه شوي دي.
نوموړي زياته کړې، چې دولتي ادارې به په دې ورځو کې هم د نورو رسمي ورځو په شان مخته وړي.
سبا د نوي ۱۴۰۱ لمريز کال لومړۍ ورځ ده، چې افغانان يې نوروز بولي او له سلګونه کلونو راهيسې يې د يوه کولتوري جشن په توګه نمانځي.
طالبانو په دې پلمه، چې د دې ورځې نمانځنه مذهبي اساس نه لري، د نوروز ورځې دولتي نمانځنه منع کړې ده.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې دوی د خلکو د نوروز نمانځلو مزاحمت نه کوي، خو په رسمي ډول دا ورځ نه نمانځي.
ذبيح الله مجاهد د دهقان ورځې د نمانځلو يا نه نمانځلو په اړه څه نه دي ويلي.
د طالبانو منتقدین تور پورې کوي، چې دا ډله د پاکستان په اشاره د افغانستان له فرهنګي ارزښتونو سره په هره ممکنه برخه کې دښمني کوي، څو د افغانستان ملي روايتونه کمزوري او پر ځای یې د پاکستان د مدرسو افراطي روایتونه حاکم کړي.
افغانانو!
پاکیستانیت مو مبارک شه افسوس افسوس.
د پاکستان دي نوش جان شي بیا دي هم افسوس
اوس به په افغانستان کی ۱۴ اګست د جناح د پیدایش ورځ او داسی نوری ورځی لمانځل کیږی.
ځکه اوس ښو افغانستان د پاکستان یوه مستعمره ده اوطالبان د پاکستان پرکټیان دی.