Homeخبرونهد هوا پېژندنې ادارې په ۱۹ ولایتونو کې د شدید ورښت وړاندوینه...

د هوا پېژندنې ادارې په ۱۹ ولایتونو کې د شدید ورښت وړاندوینه کړې

تاند (یکشنبه، د ثور ۲ مه) د افغانستان د هواپېژندنې ادارې نن یکشنبه هم د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د واورې، سخت باران، تالندې- برېښنا او سېلونو وړاندوینه کړې ده.

دې ادارې پرون په یوه خبرتیا کې وویل، د سالنګونو په ګډون په بدخشان، کابل، میدان وردګ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، پنجشېر، بغلان، تخار، بامیان، دایکنډي، اروزګان، زابل، غزني، پکتیکا، خوست، پکتیا او لوګر کې به د باران اندازه له ۱۵ تر ۳۰ میلي مټرو او د واورې اندازه له ۱۵ تر ۳۰ سانتي مټرو پورې وي.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت پرون ویلي و، له چهارشنبې راپه دې خوا په افغانستان کې د ورښتونو او سېلونو له امله نهه ویشت تنه مړه شوي  او ۷ تنه ټپيان شوي دي.

سږني ورښتونه په افغانستان او ټوله سیمه کې بې ساري بلل شوي او د چاپېریال ساتنې متخصصان یې علت اقلیمي بدلون بولي. دوی وايي د اقلمیي بدلون یوه نښه دا ده چې د ورښتونو وخت دبلیږي او هغه ورښت چې باید په څو میاشتو کې واوري ممکن په څو اوونیو کې واوري.

د تېر ژمي په لومړیو دوو میاشتو کې ورښتونه ونه شول او ډطره اندېښنه یې رامنځته کړه چې ممکن سږ کال افغانستان له خورا سختې وچکالۍ سره مخامخ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...