شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد نورستان د عامې روغتیا رئیس په توګه د یوه مفتي ګومارل...

د نورستان د عامې روغتیا رئیس په توګه د یوه مفتي ګومارل کېدل

تاند (یکشنبه، د ثور دویمه ) د طالبانو رژیم د سعیدالله نعماني په نوم یو مفتي د نورستان د عامې روغتیا ریاست د نوي رئیس په توګه ګومارلی دی.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس لیکلي، چې په دې اړه د مراسمو پر مهال ولایتي چارواکو د یاد ریاست له کارکوونکو وغوښتل، چې نوي رئیس سره همکاري وکړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې مراسمو کې مفتي سعیدالله نعماني ډاډ ورکړ، چې د یاد ریاست اړوند چارې به په منظم او ‏په بشپړه ایماندارۍ او ریښتیني ډول ترسره کوي؛ تر څو د یاد ولایت د ناروغانو روغتیايي ستونزو ته پر وخت رسېدنه ترسره او غوره او معیاري درملنه یې وشي.

د طالبانو لخوا د عامې روغتیا رئیس په توګه د یوه مفتي ګومارنه لومړی ځل نه دی.

تر دې مخکې هم پر ګڼو مسلکي ادارو طالب رژیم ورته چارواکي ګومارلي، چې توندو نیوکو سره مخ شوي او طالبان د واک په کامل انحصار تورن شوي؛ خو دوی دا ادعاوې رد کړې دي.

1 COMMENT

  1. why afghans going to pakistan for treatment,
    IN KANDAHAR MOMHMAND HOSPITAL HAVE ALL MODERN TECHNOLOGY MACHINARY FOR DIAGNOSTIC
    THIS IS ONE PROPAGANDA ,IN AFGHANISTAN WE HAVE MANY HOSPITAL AND DOCTORS,
    PLEASE STOP GOING TO PAKISTAN
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب