جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهپاکستان وايي، تراوسه لا د اسناد لرونکو کډوالو د ایستلو پلان نه...

پاکستان وايي، تراوسه لا د اسناد لرونکو کډوالو د ایستلو پلان نه لري

تاند (شنبه، د ثور لومړۍ) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، تراوسه پورې د اسنادلرونکو افغان کډوالو د ایستلو پلان نه لري خو بې اسناده کډوال باسي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندویې زهرا بلوچ د رویټرز خبري اژانس د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې حاضردمه د OR او ACC کارت لرونکو کډوالو د ایستلو پلان نه شته.

« “زه غواړم دا خبره واضح کړم چې پاکستاني چارواکي د ټولو غیرقانوني کډوالو د ایستلو د پلان پر ټولو اړخونو غور کوي او اوس د افغان تابعیت کارت (اې سي سي) لرونکو د ایستلو پلان نه شته. کله چې په دې اړه پریکړه وشي اړوندې ادارې به یې اعلان کړي”.»

دا په داسي حال کې ده چې پاکستان د اپریل له ۱۵ څخه د اې سي سي کارت لرونکو یا د افغان تابعیت لرونکو د ایستلو لړۍ د دوهم پړاو په نوم پیل کړې ده.

د هغو کسانو، چې دا ډول کارتونه لري، شمېر ۸۵۰۰۰۰ ته رسیږي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت نن (شنبې) وویل چې پاکستان په تېرو دوو ورځو کې سلګونه افغان کډوال په زوره له خپلې خاورې ایستلي دي.

د دغه وزارت پر اساس، د تورخم او سپین بولدک له لارې ۸۳۷ تنه د اپریل په ۱۸ مه او ۱۹ مه افغانستان ته راستانه شوي دي.

پاکستان د بې اسنادو کډوالو د ایستلو له اعلانه وروسته ۵ لکه ۳۶ زره افغان کډوال افغانستان ته بېرته واستول.

ملګري ملتونه وايي، اټکل کوي چې تر جولای پورې به ۷ لکه ۲۰ زره قانوني یا اسناد لرونکي کډوال او دغه راز ۵۰ زره د پي او آر کارتونو درلودونکي کډوال افغانستان ته ستانه شي.

د پنجشنبې په ورځ د ماشومانو د ملاتړ ادارې، سېف دي چلدرن د خپلې سروې پر اساس وویل، په تېرو اوو میاشتو کې له پاکستان څخه افغانستانته په ایستل شویو کډوالو کې ۲۵۰ زره ماشومان هم شامل دي چې له سرپناه، خوړو او د زده کړو له امکاناتو بې برخې دي.

په هغه سروې چې سېف دي چلدرن د راستنو شویو کډوالو په اړه کړې، کابو ټولو پوښتل شویو ویلي تر راتلونکو دوو یا درو میاشتو پورې به نور هیڅ ونه لري چې ویې خوري.

په پوښتل شویو کې درو برخو (۷۵ سلنه) ویلي چې د کور لویانو د دوی ډوډۍ کمه کړې چې ګوزاره وکړي.

همداراز ویل شوي چې ۴۰ سلنه راستانه شوي خوراکي مواد په پور اخلي او یا په اوونۍ کې دوې ورځې د خپلوانو کره اړوي.

د سیف دي چلدرن بر اساس نژدې ۷ میلیونه ماشومان په افغانستان کې د لوږې په حالت کې دي.

د سیف دي چلدرن په سروې کې څرګنده شوې چې په هرو شپږو راستنو شویو کورنیو کې یوه یې په خیمه کې اوسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب