پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان په لومړي وار د ریلګاډ‌ي په وسیله ترکیې ته صادرات وکړل

افغانستان په لومړي وار د ریلګاډ‌ي په وسیله ترکیې ته صادرات وکړل

تاند (شنبه، د ثور لومړۍ) د افغانستان د ریللارې ادارې اعلان وکړ چې په لومړي وار یې د ریلګاډي په وسیله او د ایران له لارې ۱۰۰۰ ټنه معدني تیږې ترکیې ته صادرې کړې.

د دې ادارې د خبرپاڼې پر اساس، ترکیې ته یې ټالک صادر کړي دي.

په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي چې د ترکیې مرسین ښار ته د دغو تیږو د لېږلو لپاره د روزنک د ریلاګاډي په تمځي (سټېشن) کې د ریلاګاډي په وسیله د صادراتو د پیل په مناسبت یوه غونډه جوړه شوه چې د هرات د ریللارې ادارې د رييس ترڅنګ، د دغه ولایت د اطلاعاتو اوکلتور، سوداګرۍ او پانګونې خونو رییسانو او یو شمېر کورنيو او بهرنيو پانګوالو پکې ګډون وکړ.

تر دې مخکې د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت ویندوی امام الدین احمدي ویلي و چې افغانستان به په لومړي وار د ریلګاډي په وسیله ترکیې ته صادرات وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...