Homeخبرونهپه کابل کې چاودنې یو تن وژلی او ۳ ټپیان کړي

په کابل کې چاودنې یو تن وژلی او ۳ ټپیان کړي

تاند (شنبه، د ثور لومړۍ) د کابل ښار په میرویس میدان کې نن ماښام په یوه چاودنه کې یو تن وژل شوی او درې نور ژوبل دي.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویندوی خالد ځدراڼ پېښه تایید کړې او ویلي چې دا چاودنه په یوه بنز موټر پورې د نښتی مقناطبیي بم وه.

د ځدراڼ په وینا د موټر چلوونکی وژل شوی دی.

هغه د پېښې د نورو جزییاتو او د وژل شوي کس د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو دوې وسله والې مخالفې ډلې؛ د ملي مقاومت جبهه او د ازادۍ جبهه تل د چاودنو او حملو ادعاوې کوي خو رسنیو او خبریالانو تراوسه پورې د هغوی ادعاوې تایید کړي نه دي.

د ملګروملتو په وروستي راپور کې هم ویل شوي وو چې دا جبهې د ډېرو حملو ادعاوې کوي خو باور نه لري چې د هغوی ادعاوې دې رښتیا وي.

د کابل د میرویس میدان د نننۍ چاودنې مسوولیت تراوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...