جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهبلاول بوټو: د افغانستان د جمهوري نظام سقوط یوه تېروتنه وه

بلاول بوټو: د افغانستان د جمهوري نظام سقوط یوه تېروتنه وه

تاند (شنبه، د ثور لومړۍ) د پاکستان د پیپلز ګوند مشر او د بهرنیو چارو پخوانی وزیر بلاول بوټو وایي، چې د افغانستان د جمهوري نظام سقوط، د افغان زندانونو د دروازو پرانیستل کېدل او دغه راز له تحریک طالبان پاکستان سره د پاکستان د مخکیني حکومت د سولې مذاکرات درې واړه تېروتنې وې، چې ورسره د پاکستان امنیتي وضعیت ترینګلی شوی.

نوموړي دا خبرې پر پخواني پاکستاني صدراعظم عمران خان د نیوکو په لړ کې کړې دي.

د عمران خان د حکومت پر مهال په افغانستان کې جمهوري نظام سقوط او له زندانونو یې د تحریک طالبان پاکستان او داعش ډلو د غړو په ګډون سلګونه بندیان خوشې شول.

عمران خان، چې د افغانستان له واکمنو طالبانو سره یې د نږدې اړیکو خبرې کېدې، د طالبانو د رژیم په غوښتنه او منځګړتوب له تحریک طالبان پاکستان سره د سولې خبرې هم وکړې، چې ناکامې شوې.

د پخواني صدراعظم مخالفان هغه په دې برخه کې د غلطو پالېسیو په لرلو تورنوي، خو عمران خان بیا له ده څخه وروسته نور پاکستاني واکمنان تورنوي چې د یادو مذاکراتو له نه تعقیب سره یې پاکستان کې امنیتي وضعیت ترینګلی کړ.

د پاکستان پیپلز ګوند، چې په نظریاتي لحاظ له طالبانو او افراطي ډلو سره مخالفت لري، تر دې مخکې هم له افغاني او پاکستاني طالبانو دواړو سره اړیکې او خبرې د حکومتونو په تاوان بللې وې.

زرداري په روښانه ټکیو نه دي ویلي، چې ګواکې هېواد یې او پخواني صدراعظم عمران خان د افغانستان د جمهوري نظام په سقوط کې مهم رول درلود، خو له خبرو یې همداسې ښکاري.

هغه او د عمران خان نورو مخالفانو مخکې نوموړی تورن کړی و، چې د پاکستان په پوځ او استخباراتو کې د خپلو ملګرو ډلو په ملتیا له افراطي او ترهګرو ګروپونو سره خواخوږي لري.

3 COMMENTS

  1. ددې انډیوال خوله تل خلاصه وی دا ماشومک لا تر اوسه نه پوهیږی چې دافغانستان دلانجې په ابعاد و کې یوازې پاکستان دخیل نه وه بلکې دلته دلوبې مهارولو کې ډېرې نورې کړی او حلقې لګیاوې.

  2. سمه ده چې نور ابعاد او حلقات به يې هم لرل، خو يو شی چې هغه ډېر ښکاره (اظهر من الشمس) دی هغه په پاکستان او افغانستان دواړو د حکومتونو او نظامونو په اړولو او چپه کولو کې تل د هغه واکمنې کړی کار دی چې په حکومت کې دننه خپل مستقل حکومت دی او هغوی په کور دننه او بهر تګلارې جوړوي چې هم يې خپلو حکومتونو ته ورکوي چې له هغې نه وېښته هومره هم پښه اړولی نه شي او د افغانستان مسأله يې هم د ځان پورې تړلې ده چې عام وتام واک يې له نظاميانو او استخباراتو سره دی او حکومت يې کله ناکله د هغوی استازولي کوي او د هغه پټې واکمنې کړۍ پيغام موږ او نړۍ ته رسوي.
    دی خو زموږ پورې لږ پوه دی ځکه چې له هر چا يې زياته همدغه کورنۍ هم ځپله ده. نېکه يې ورته اعدام کړ. ماما يې ورته ترور کړ او مړی يې هم د ده په مور ورواړولو او مور يې هم ورته مشرف ترور کړه او د ده له پلار يې په هغه تېر کې چې رياست وصدارت دواړه د دوی د ګوند شول. د ده پلار ولسمشر او سيد يوسف رضا ګيلاني صدراعظم شو، نو د ده له پاره يې لومړی له هر څه مخکې چې ولسمشر شي د ده د مور په هکله يې ترې ابراء خط واخېست چې ته نه شې کولی د خپل ښځې حقوقي دعوه پر پوځ او څارګرې ادارې وکړې، نو ايشتلی په زړه بېدار وي. هر څو که ماشوم شي، نو عقل يې له موږ و تاسې زيات په خپلو او زموږ په تګلارو رسيږي، نو لږ تر لږه کله خو يوه نيمه د حق خبره کوي.
    حوت ۱۳۶۶ : [د حزب خپله ګڼه ”شهادت“]
    حکمتيار : ((اګر در هر دو کشور نظام اسلامي حاکم باشد ما تصميم ميګيريم که مرز از ميان ما برداشته شود و هر دو کشور به يک کشور بدل ګردد)).
    که اوس ترې سړی وپوښتي چې څنګه چل دی هغه اسلامي نظام به دې کله راځي؟
    نو څه به وايی؟

  3. بلاول خانه!
    زموږ او ستاسو ( وولسونو نه بلکه حکومتونو) ټول ژوند په « تیر وتنو » کی تیر سو دا ځکه چی حکومتونه مو یا خائنان وه یا احمقان وه ( د انګریز تلبیس ئی نه ۇ پیژندلی او نه دی پیژندلی ).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب