شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهایران کې د څلورو افغان کډوالو اعدام

ایران کې د څلورو افغان کډوالو اعدام

تاند (شنبه، د ثور لومړۍ) راپورونه وایي، چې د ایران حکومت د دغه هېواد په مشهد ښار کې څلور تنه افغان کډوال اعدام کړي.

د بشري حقونو یوه سازمان ویلي، چې د ایران حکومت دغه افغانان د نشه یي توکیو په تور اعدام شوي.

د اعدام شویو دغو افغانانو نومونه زمان طاهري، سلام طاهري، غلام قادر ساماني او ابراهیم نورزی ښودل شوي.

د ایران حکومت او په کابل کې د طالبانو واکمن رژیم په دې اړه څه نه دي ویلي.

ایران تر دې مخکې هم ګڼ افغانان په ورته او نورو تورونو اعدام او مجازات کړي.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، دوی بیا- بیا د ایران له زندانونو د لسګونو افغان بندیانو د خوشې کېدو او دوی ته د سپارل کېدو خبر ورکړی.

ایران له پاکستان څخه وروسته د افغان کډوالو پر وړاندې د ډېر ناوړه چلند په کولو تورن هېواد دی.

په کابل کې د طالبانو واکمن رژیم بیا په دغو هېوادونو کې مېشتو افغان کډوالو ته په نه پاملرنې او د ستونزو په اړه یې په غږ نه پورته کولو تورن دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب