شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهچین پاکستان نه شړل کېدونکو افغان کډوالو سره مرسته کوي

چین پاکستان نه شړل کېدونکو افغان کډوالو سره مرسته کوي

تاند (شنبه، د ثور لومړۍ) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې چین له پاکستان څخه شړل کېدونکو افغان کډوالو سره د مرستې ډاډ ورکړی.

د دغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د چین د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال خپل طالب لوري سره د درېیمې نوبتي غونډې پر مهال په دې برخه کې د ۱۰۰ میلیونه چینایي ینو( پیسو) د مرستې ژمنه کړې ده.

سرچینې په دې تړاو نور جزییات نه دي ورکړي.

چین د طالبانو له تر ټولو نږدې متحدینو څخه دی، خو د دوی رژیم سره د مرستو په کمرنګۍ او پاکستان سره یې د ناندریو او خاصتاً پر افغان کډوالو د پاکستان د فشارونو په برخه کې نه همکاري نیوکو سره مخ ده.

ځینې څارونکي بیا د طالبانو رژیم هم پاکستان نه د افغان کډوالو د ایستو په پروسه کې نقدوي او وایي، چې دوی یا د پردې تر شا پاکستان سره په دې کار کې لاس لري او یا افغان کډوالو سره د کېدونکي چلند پر وړاندې د مسوولیت احساس نه لري.

پاکستان شاوخوا دوه میاشتې مخکې د خپلو رسنیو له لارې اعلان کړی و، چې له کوچني اختر وروسته به په دغه هېواد کې د قانوني استوګنې د اسناد لرونکو افغانانو د ایستو لړۍ هم پيل کړي.

طالب چارواکو له هغه وخته تر اوسه په دې تړاو نه پاکستاني چارواکو او نه اړوندو نړیوالو بنسټونو سره خبرې کړي.

سربېره پر دې، د طالبانو رژیم د تازه شړل کېدونکو افغان کډوالو د منلو تیاری ښودلی، خو فعالان وایي چې دا ډول اماده ګي ښودل یوازې لفظي اړخ لري او عمل کې د طالبانو رژیم او بېوزلۍ ځپلی افغانستان د خپلو کډوالو د ژر منلو او پاللو وس نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب