شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه: که مذاکرات پایله و نه لري، نو بشري ناورین به...

ملګري ملتونه: که مذاکرات پایله و نه لري، نو بشري ناورین به رامنځ ته شي

تاند(چهارشنبه، د جوزا ۲۶) ملګرو ملتونو په افغانستان کې روان وضعیت د جدي اندېښنې وړ بللی دی.

د ملګرو ملتونو لوړ پوړو چارواکو په هېواد کې روان تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ بللی دی او خبرداری یې ورکړی چې که د سولې خبرې یوې پایلې ته و نه رسول شي نو ددې احتمال شته چې په دغه هېواد کې بشري ناورین رامنځ ته شي.

ملګرو ملتونو پر نړیواله ټولنه او د افغانستان پر ګاونډیو هېوادونو غږ کړی دی چې ژر تر ژره دې مذاکرات چټک کړي او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره دې هلې ځلې ډېرې کړي.

ملګري ملتونه وایي چې همدا اوس شاوخوا ۲،۵ میلیونه افغانان په نورو هېوادونو کې کډوال دي او تر څنګ یې شاوخوا ۴،۵ میلیونه افغانان په کور د ننه کډوال شوي دي.

سرچینه وایي که وضعیت همداسې دوام کوي نو ډېر احتمال شته چې بشري ناورین رامنځ ته شي او لا ډېر خلک د خپلو کورونو او هېواد پرېښودو ته اړ شي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازی توماس نیکولسن هم چې پر افغان سوله له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی دی وایي، په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ په ټپه ولاړې خبرې باید د دواړو لوریو د اساسي وړاندیزونو په منلو سره بېرته پیل او پر مخ لاړې شي.

هغه دغه راز د خبرو له لارې د افغان کشالې پر پای ته رسېدو او د تلپاتې اوربند پر رامنځته کېدو ټینګار کړی دی.

د ویلو ده چې څو ورځې وړاندې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو دواړو لوریو د یوې ناستې په ترڅ کې د مذاکراتو پر چټکتیا هوکړه کړې وه خو شاوخوا د یوې اوونۍ په تېرېدو یې هیڅ کومه بله ناسته نه ده کړې.

1 COMMENT

  1. ټول نړیوال پدی پوهیږی چی اوسنی او مخکینی ۴۳ کلنه جګړه د برتانیی او امریکا په مالی او نظامی مرسته د پاکستان لوری جوړ شویو تنظیمی او بیا د طالب او داعش په نوم ډلو لخوا سر ته رسیږی. نړیوالی ټولنه او ملګری ملتونه او د اسلامی سازمان او دعربی هیوادونو او د نوری نړی هیوادونه پدی ښه پوهیږی چی دا هرڅه د پنجاب ناولی نظامیان او استخباراتی کسان مخی ته بیایی مګر همدا ملګری ملتونه او نړیوالی ټولنی له ډاکتر نجیب الله غوښتنه وکړه چی له ریاست جمهوری استعفا وکړ نور هرڅه سم کیږی مګر د وخت په تیریدو سره ټول نړیوال شاهدان چی پاکستان بیا هم بینن سیوان تړون ته غاړه کینښوده او دلته یی د مخکنیو جهادی ډلو او بیا د طالب جنګی ډلو او همدارنګه پدی وروستیو کی داعش ډلی نظامی او مالی مرسته ته آدامه ورکړی مګر تر اوسه نړیوالی ټولنی او امنیت شورا او همدارنګه ملګری ملتونه او په ځانګړی توګه د امریکا کانګریس، پنټاګون، سپینی ماڼی او سیا یا استخباراتی سازمان په پاکستانی پوځ او استخباراتو باندی هیڅ سیاسی او اقتصادی فشار را نه وړلو چی څه کوی او ولی یی کوی؟
    طالبانو تر نن پوری پوه شوی ندی او تر نن پوښتنه ترینه ونکړه کچیری پاکستان په افغانستان کی دیمکراتیک نظام غواړی نو بیا ولی د غنی د حکومت پر ضد نظامی ډلو (داعش او طالب) څخه نظامی او مالی ملاتړ کوی او کچیری تاسی په افغانستان کی اسلامی نظام، هغه داسی نظام چی طالبان یی په رأس کی وی نو بیا ولی د طالبانو په وړاندی له شمالی ټلوالی او بیا له امریکا سره نظامی آډو مرسته کوله چی بیا یی د همدی طالبانو نظام په امریکا لوټی لوټی کړ، کچیری پاکستان په افغانستان کی شورای نظار او حزب اسلامی تنظیمونو واک غواړی نو بیا ولی پاکستان د امریکا او برتانیی په مرسته له نن څخه ۲۵ کاله مخکی د طالبانو تحریک را مینځ ته کړ چی په هغه وخت کی هیڅ کفری هیواد په افغانستان شتون نه درلود او طالبانو ته یی وویل چی ګلبدین ډله له چهارآسیاب او جمعیت ډله له کابله وشړی او نجیب الله په دار وځړوی مګر پاکستان له طالبانو سره د مخکښی په شان بیا جفا وکړ او د بیاځلی لپاره امریکا ته د پښتنو په سیمه نظامی آډی ورکړی چی د پاکستان به هم اقتصاد پیاوړی شی او هم په پښتانه د ترهګرو په نوم ووژنی لکه اوس او مخکی یی چی بلوڅ او د وزیرستان ولس وواژه او ځینی زلمیان یی تری تم کړل

    او پاکستان د تیر په څیر اوس د ځینو سیاسیون په خولی داسی خبری کوی چی د مخکینی ډاکتر نجیب الله په څیر ډاکتر اشرف غنی هم استعفا وکړی بیا په افغانستان کی سوله او ثبات راتللی شی او داسی ګمان کیږی چی له ډاکتر عبدالله عبدالله، عطا محمد نور، دوستم او یونس قانونی سره او همدارنګه یی له مخکینی ولسمشر کرزی سره پټی خبری کړی چی کچیری طالبان راځی له تاسو سره کار نلری، ویل کیږی چی وخت کی د موقت خبری څو ځلی عمران خان یاده کړی او د بهرنیو چارو وزیر قریشی یاده کړه او هلته یی عبدالله عبدالله او کرزی او د ربانی ځوی او همدارنګه یی ګلبدین او ولسی جرګی مشر ته بلنه ورکړی چی د اشرف غنی د دولت پر ضد خبری وکړی او عطا، دوستم او محقق اوس دوهم مقاومت خبری کوی در حالیکه چی دوستم او عطا زامن په دوحه له طالبانو سره د سولی په اړه د دولت له لوری نماینده ګان دی نو جالبه داده چی یادو کسانو ته تل خپلی شخصی ګټی مهمی دی

    له ولسمشر غنی څخه مو غوښتنه داده چی له یادو کسانو سره دداخلی جنګونو په اړه نړیوالی محکمی ته اسناد وړاندی کړی ځکه دوی کابل په کنډواله بدل کړ او د افغان ولس په سر کی میخونه ټکوهل او قلعه جنګی جرمونه او بیا د خلکو د کورونو لوټل او همدارنګه بلخ ولایت او ځینو تجارتی بندرونو کی د دوی نږدی کسانو ګمارل او ځانونه یی د همدی تجارتی بندرونو له ګمرک څخه ملیاردران شول او د ولس په غم کی نه دی

    اوس معلومه نده چی پاکستان اسلامی هیواد دی که کفری هیواد کچیری اسلامی هیواد وی نو بیا ولی په افغانستان کی یی هر اسلامی نظام او بیا یی دیمکراتیک نظام چی پخپله یی هم لری له مینځ یوړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب