چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeټولنیزملت او ملتپالنه | ډاکټر مبارک علي

ملت او ملتپالنه | ډاکټر مبارک علي

ژباړه: بارکوال مياخېل

ملت او ملتپالنه نه يواځې په اروپا ، بلکې د اسيا او افريقا په نويو ازادو شويو هېوادونو کې ډېره د ارزښت وړ مسئله ده، په اروپا کې ملتپالنه او ملي مملکتونه تر ډېرو پړاوونو وروسته عروج ته ورسېدل، خو په خاص ډول د فرانسې تر انقلاب وروسته د قومونو د جوړښت او ملي نخښو د جوړېدو عمل هم چټک شو. تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته چي په اسيا او افريقا کې د استعماري نظام په خلاف قومي تحريکونه پيل شول، نو په دغو هېوادونو کې هم د ملتپالنې جذبات را و پارېدل او تر ازادۍ وروسته په خاص ډول په دغو هېوادونو کې دا ستونځې را وټوکېدې چي ملت بايد پر کومو بنسټونو جوړ شي او بېلابېلې نسلي او ټولنيزې ډلې- چي په مذهبي او ژبني لحاظ سره بېلې دي- سره يو شي. پاکستان هم څه ناڅه له همداسې حالت سره مخامخ دى چي تر اوسه پکې پاکستانى ملت جوړ نه شو. د دې ټولو پوښتنو ځواب د تاريخ په دې عمل کې دى چي ملتپالنه او ملت ورڅخه تېرېږي او د دې پوښتنې د حل لپاره د اي- جې هابس بام کتاب “ملتونه او ملتپالنه له ١٧٥٠م کال څخه” ډېر مهم کتاب دى ځکه چي دا کتاب ډېرې تاريخي مفروضې ختموي او هغه عوامل زموږ مخې ته ږدي چي د ملتپالنې د جوړښت لپاره پکارېدل.

د ملت د جوړښت په اړه چي څومره نظريات هم مخې ته راغلي دي، پيل يې له اروپا شوى دى ځکه د دغو نظرياتو په وړاندې چي کومې نمونې وې، هغه د اروپا د هېوادونو او د هغوى د تاريخ نمونې وې. په دې کې ژبه، نسل او له جغرافيوي حدودو يې نيولې هغه ټول استعماري نظريات هم شامل وو چي هغه وخت يې د استعماري هېوادونو ګټې پوره کولې. مثلاً د فرانسې د مفکر ارنسټ رينان (Ernest Renan) په نظر څوک چي په کوم ځاى کې اوسېږي، هغه د هماغه هېواد يا سيمې اوسېدونکى او ښاري (تبع) دى، ځکه نو د ده ملت هم بايد د ده له استوګنې سره تعين شي.

په اروپا کې چي د ملتپالنې په عروج کې کومو عواملو برخه لرله، په هغوى کې جګړو، د جګړو په نتيجه کې شويو فتوحاتو او ماتو، سفري اسانتياوو او د تعليم خپرېدلو مهمه ونډه لرله. هابس بام د ختيځې اروپا د يوه ليکوال ميروڅلاو هروښ (Miroslav Hroch) هغه نخشه وړاندې کړه چي هغه د اروپا تاريخ ته په پام سره جوړه کړې وه. هغه وايي په ټولنه کې ملي شعور په غيرمساوي ډول وده کوي او په دې کې ځينې سيمې او ټولنې زياتې باشعوره شي او ځينې په ورو- ورو د هغوى په صف کې درېږي، د ملي شعور په خپلوونکيو کې عادي خلک چي په هغوى کې بزګران، مزدوران او مامورين شامل دي، تر ټولو وروستي دي. مثلاً په اروپا کې چي په نولسمه پېړۍ کې د ملي شعور بوټېدل پيل شول، درې پړاوونه يې درلودل. لومړى  پړاو يې پر سوچه کلتوري، ادبي او فولکلوري زېرمه باندې ولاړ وو او هيڅ ډول قومي او سياسي ګټې پکې شاملې نه وې، په دويم پړاو کې سياست ور داخلېږي او جګړه مار ملتپال را پيدا کېږي او په درېيم پړاو کې د خلکو ملاتړ تر لاسه کېږي.

هابس بام هغه عناصر په ګوته کړي دي چي د ملت په جوړښت او بشپړتيا کې يې مرسته کړې ده. مثلاً جرمنيانو او فرانسويانو د ژبې په اساس قومي نظريې ته وده ورکړه او په بنسټيز ډول يې دا اصول سهي وګڼل چي که د ملي نظريې په اساس بېلابېلې ټولنې سره يو ځاى شي نو دا جواز لري، خو که يې دا نظريه د يووالي پر ځاى سره ووېشي نو دا هيڅ جواز نه لري، ځکه نو د ملي تحريکونو هدف او مقصد بايد يووالى وي. په نولسمه پېړۍ کې د ملي تحريک مقصد هم دا وو چي بېلابېلې ژبې، نسلونه او کوچني قومونه بايد سره يو ځاى شي. د جان سټوارټ ميل په وينا کوچني قومونه که په لويو قومونو ګډ شي، نو هغه به په همدې ډول يو څه تر لاسه کړي. همدا خبره جرمني ليکوال لسټ (Lüst) هم وکړه، وايي د کوم قوم نفوس چي زيات وي او پراخ وسايل لري نو هغه ژر پرمختګ کوي، خو د کوم قوم نفوس چي لږ وي، سيمه يې کوچنۍ او محدوده وي، جلا ژبه يې وي، نو هغه قوم به تنګ، محدود او ګوزڼوهلى غوندې ادب، هنر او ادارې پيدا کوي.

ځکه نو په نولسمه پېړۍ کې په اروپا کې ملتپالنه د سياسي ګټو لپاره کارول کېده، د دې لپاره چي د ملتپالنې په وسيله د بېلابېلو ژبو، نسلونو، مذهبونو او بېلابېلو قومونو خلک سره را يو ځاى کړي او يو ملت ځنې جوړ کړي.

يو ملت بايد کومې ځانګړنې ولري، هابس بام يې درې اړخونه په نخښه کړي دي، لومړى: له يوه مملکت سره تاريخي تړاو، دا تړاو اوږده موده هم کېدلاى شي او لږ موده هم، دويم: د يوې لوستې او مهذبې طبقې شتون او د ليکلي ادب درلودل، درېيم: په دې کې بايد دا وړتيا وي چي بېلابېلې پرګنې سره يو ځاى کړي.

د ملتونو په جوړښت کې يو لوى عنصر د ژبې دى، هابس بام په دې اړه وايي د کومو ملتونو اساس چي پر ژبه ولاړ وي هغه نقلي او مصنوعي وي، ځکه چي وايي کومه ژبه چي ويل کېږي، د هغې له لهجو څخه يوه يې ټاکل کېږي او هغه د کلچر او د ټولنې د ذهنيت د جوړښت لپاره کارول کېږي. دا ژبه تل د واکمنې طبقې او د لوستې طبقې ګټو ته وده ورکوي، هغوى ژبه معياري کوي، په دې ډول د عوامو او خواصو تر منځ توپير رامنځته کوي. په ١٧٨٩م کال کې په فرانسه کې پينځوس فيصده خلکو فرانسوي ژبه نه ويله او کله چي ايټاليا ورسره يو ځاى شوه، هغه وخت دوه نيم فيصده خلکو ايټالوي ژبه پخپل ورځني ژوند کې ويله او ظلم خو دا وو چي دې کوچني اقليت خپل ځان ته “ايټالوي ولس” وايه.

ځکه نو د ژبې په اساس په ملتپالنه کې هغه ژبه کارول کېده چي په انتظامي او حکومتي چارو کې به کار ورڅخه اخيستل کېده او د ژبې په اړه هغه وخت په خلکو کې شعور پيدا شو چي د سرشمېرنې په مهال له دوى څخه د خپلو مورنيو ژبو په اړه پوښتنې وشوې، دې کار په دوى کې ژبنۍ ملتپالنه پيدا کړه.

د ١٨٨٠م او ١٩١٤م کلونو تر منځ چي کوم بدلونونه راغلل، په نتيجه کې يې هر ملت ته د خپلواکۍ حق ورکړل شو، د دې مقصد دا وو چي هر ملت حق لري، ځان ته خپلواک هېواد يا مملکت جوړ کړي، د ملت په جوړښت کې ژبه او نسل دوه اساسي عنصره وګڼل شول، د قومي مملکت د جوړېدو لپاره جرمنيانو او ايټالويانو مبارزه وکړه چي بنسټ يې ژبه وه. له دې پرته تر لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته د اروپا سياسي چاپېريال په ډېرې چټکۍ سره بدل شو، تر ټولو مهمه خبره دا وه چي جمهوري عمل په ډېرې چټکۍ سره پکې خپور شو چي ورسره په جمهوري ادارو کې د خلکو ګډون زيات شو، يوه بل هېواد ته د خلکو تګ راتګ زيات شو، د دې تر څنګ د بېلابېلو سببونو له امله خلکو له يوه هېواده بل ته هجرت وکړ، چي ورسره سيمه ييزو کلتوري کرکو هم سر وخوړ، د مورنۍ ژبې کوم تصور چي تر دې مهاله ډېر مهم او له ملي هويت سره تړلى وو له منځه لاړ، خلکو هغه ژبې زده کړې چي مادي او اقتصادي ګټې يې ورسره تړلې وې، هغه خلک چي د يوې ژبې پر ويلو ټينګ وو، په کلتوري لحاظ وروسته پاته شول. د اروپا په کوچنيو- کوچنيو هېوادونو کې- لکه بلجيم، هالينډ او سکېنډي چي بحري هېوادونه دي- له مورنيو ژبو سره نورې نړيوالې ژبې هم زده کوي، په دې توګه له يوه پراخ کلتور سره تړاو پيدا کوي.

د لومړۍ نړيوالې جګړې په نتيجه کې دوه لوى نړيوال سلطنتونه ختم شول، هپسبرګ (Hapsburg) او عثماني سلطنت، چي تر ماتېدو وروسته داسې مملکتونه ورڅخه جوړ شول چي هغوى مستقل ملتونه وو. دوى د نفوسو په لحاظ کوچني قومونه وو او په دوى کې اکثرو دا هڅه وکړه چي د يوه واحد ملت د جوړېدو لپاره هغه پرګنې- چي له دوى سره نسلي خپلوي نه لري- له خپله منځه وباسي، ځکه نو ترکيې آرمينيان او يونانيان و ايستل، پولينډ او چيکوسلواکيې جرمنيان وايستل او يا دا هڅه وشوه چي هغه ټولې ډلې او پرګنې- چي د يووالي خنډ دي- په بشپړه توګه بايد له منځه يووړل شي.

د ملي مملکتونو د پايښت په برخه کې يو بل مهم عنصر د روسيې انقلاب وو او متحدينو يې د دې انقلاب د مخنيوي په خاطر د امريکا د ولسمشر ويلسن له اصولو کار واخيست، چي له مخې يې هر ملت ته د خپلواکۍ حق ورکړل شوى وو او اروپايي مملکتونه د قوميت په اساس ځواکمن کړاى شول، چي په نړيواله کچه د روسيې د انقلاب د خپرېدو مخه ونيسي او د دې په نتيجه کې په جرمني او ايټاليا کې له تشدده ډکه ملتپالنه را وپارېده.

تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته په اسيا او افريقا کې د استعماري نظام د نسکورېدو، انقلابونو او د نړيوالو ځواکونو د مداخلې له امله نوي ملي مملکتونه جوړ شول، خو له هغو مملکتونو سره يې توپير درلود چي تر لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته جوړ شوي وو، ځکه استعماري نظام د دوى د پولو او قومونو وېش پخپله خوښه کړى وو چي له امله يې قومونه په ژبني، نسلي او ټولنيزه توګه سره وېشلي وو، ځکه نو په دغو مملکتونو کې د يوه ملت جوړېدل ګران شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب