پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeخبرونهد امریکا د سولې انسټېټیوټ: د طالبانو او افغان حکومت تر منځ...

د امریکا د سولې انسټېټیوټ: د طالبانو او افغان حکومت تر منځ خبرې به اوږده موده ونیسي

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۷مه: د امریکا د سولې انسټېټیوټ کې د افغانستان د مسایلو څېړونکی جاني والش وايي، ددې شته چې د سولې په برخه کې طالب او افغان پلاوی ډېر مسایل د بحث لپاره د خبرو مېز ته راوړي چې ښايي اونۍ او ان میاشتې وخت به ونیسي.

ښاغلي والش ویلي له همدې کبله امکان شته چې د افغانانو تر منځ خپلمنځي خبرې به اوږده موده ونیسي او افغانستان سولې ته ونه رسېږي.

نوموړی وايي تر هر څه مهمه دا ده چې ښکلیلې خواوې د تاوتریخوالي پر کمولو او بشپړ ودرولو خبرې وکړي او تر هغه وروسته دې پر نورو مسایلو بحثونه وشي.

د امریکا د سولې انسټېټیوټ دغه غړی وايي دواړو لورو ورته واکونه ورکړي، خو بیا هم په یواځې ځان هېڅ پرېکړه نه شي کولی او له خپلو مشرانو سره به تر ډېره په مشورو بوخت وي.

دغه څرګندونې په داسې مهال شوي چې طالبان د پاتې ۴۰۰ بندیانو پر خوشې کولو ټینګار کوي، خو حکومت تر اوسه له دې جملې یواځې ۸۰ کسان خوشې کړي دي.

په ورته مهال د ملي روغې جوړې عالي شورا وايي د بندیانو د خلاصون لړۍ یې د ځینو هېوادونو د ملاحضو له امله درېدلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب