شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهد سولې په برخه کې د ټرمپ فشارونو افغانان اندېښمن کړي

د سولې په برخه کې د ټرمپ فشارونو افغانان اندېښمن کړي

تاند ( دوشنبه، د اسد ۲۷) فارین پالیسي نشریې په یوه مطلب کې لیکلی، چې د سولې په برخه کې د ټرمپ فشارونو افغانان اندېښمن کړي دي.

په مطلب کې لیکل شوي، چې د سولې مشورتي لویې جرګې غړي او د پارلمان ځینې استازي په دې باور دي، چې ترمپ په ټاکنو کې د بریالي کېدو لپاره د سولې په برخه کې پر افغانانو او افغان حکومت بې ځایه فشارونه راولي.

سرچینې د مشورتې لویې جرګې او پارلمان د ځينو غړو له قوله لیکلي، چې ټرمپ له خپل سیاسي او اقتصادي ځواک په استفادې هڅه کوي مهمو مواردو ته له پاملرنې پرته د فشار له لارې افغان حکومت او طالبان د سولې یوې هوکړې ته ورسوي.

سرچینه کاږي، چې دغه فشارونو ته په کتو داسې ښکاري، چې افغان سوله به د امریکا د ټاکنو قرباني شي.

د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې ټایم مجلې د افغانستان په اړه یو اوږده راپور کې لیکلي وو، چې ټرمپ له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو وتلو ته ډېره بېړه لري.

د یادې مجلې په راپور کې لیکل شوي وو، چې ټرمپ د خپلو ځواکونو د وتلو لپاره پر افغان حکومت هم فشار راوړ څو پنځه زره هغه خطرناک طالب جنګیالي له بنده خوشې کړي، چې افغانستان اروپا او حتی امریکا ته ګواښ پېښولی شي.

https://taand.net/%d9%86%da%93%db%8c%d9%88%d8%a7%d9%84%db%90-%d8%b1%d8%b3%d9%86%db%8d-%d8%ba%d9%86%d9%8a-%d8%af-%d9%bc%d8%b1%d9%85%d9%be-%d8%af-%d8%b3%d8%b1-%d8%b2%d9%88%d8%b1%d8%a6-%d9%84%d9%87-%d8%a7%d9%85%d9%84/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب