تاند(دوشنبه، د اسد ۲۷) ايران د امريکا د بهرنيو چارو د وزير مايک پمپيو هغو څرګندونو ته په غبرګون کې چې ګواکې دغه هېواد طالبانو ته وسلې ورکوي ويلي، د افغانستان اوسنی وضعيت د امريکا د لاسوهنو پايله ده.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند سعيد خطيبزاده له خبريالانو سره خبرو کې د مايک پمپيو ټول تورونه رد کړي دي او ویلې یې دي چې، هغه څه چې اوس په افغانستان کې تېرېږي، په دغه هېواد کې د امريکا د لاسوهنو پايله ده.
نوموړي زياته کړې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير له لوري تازه څرګندونې په يو ډول د افغانستان د خلکو د عمومي افکارو د ګمراه کولو هڅه ده.
هغه وایي، امريکا په افغانستان کې له داعش ډلې سره مرسته کوي.
خطيبزاده وايي، امريکا تر دې مهاله هم د هغو الوتنو د هويت په تړاو پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی چې د ناټو قلمرو کې داعش ډلې ته مرستې رسوي.
تر دې وړاندې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو ايران تورن کړی و چې په افغانستان کې وسلهوالو طالبانو ته وسلې برابروي.