دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهچارواکي: د حج لپاره د نوم لیکنې پروسه به ژر انلاین شي

چارواکي: د حج لپاره د نوم لیکنې پروسه به ژر انلاین شي

تاند ( دوشنبه، د اسد ۲۷) د افغانستان د حج او اوقافو سرپرست وزیر وایي، چې د حج فریضې ته د تګ پروسه کې به د فساد د مخنیوي په خاطر نوي اقدامات ترسره کړي.

د یاد وزارت سرپرست محمد قاسم حلیمي په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې په دې برخه کې د فساد د مخنیوي په خاطر حج لپاره د نوم لیکنې پروسه انلاین بڼې ته اړوي.

نوموړي زیاته کړې دغه پروسه به د حاجیانو په لګښتونو کې د کمښت او دغه راز به د فساد په مخنیوي کې ډیره ګټوره تمامه شي.

حلیمي وایي وایي په دې تړاو یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزارت سره  هم یوه هوکړه لاسلیک کړې، چې تر دې دمه عملي شوې نه ده.

د هغه په خبره تمه لري، چې ژر به دغه هوکړه عملي شي او د فساد مخنیوی به وشي.

د حج او اوقافو د وزارت په خبره هرکال له افغانستان څخه ۳۰ زره کسان سعودي عربستان ته د حج په مراسمو کې د ګدون لپاره ځي.

خو سږکال د کورونا د خپرېدو له امله د حج په مراسمو کې یواځې د سعودي وګړو ګډون کړی وو.

https://taand.net/%d8%b3%da%96-%da%a9%d8%a7%d9%84-%d8%ad%d8%ac-%db%8c%d9%88%d8%a7%d8%b2%db%90-%d8%af-%db%b1%db%b0%db%b0%db%b0-%d8%b2%db%8c%d8%a7%d8%b1%d8%aa-%da%a9%d9%88%d9%86%da%a9%d9%88-%d8%b3%d8%b1%d9%87-%d8%aa/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب