چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهد ملي پخلاینې عالي شورا: د بنديانو د خلاصون بهير د ځينو...

د ملي پخلاینې عالي شورا: د بنديانو د خلاصون بهير د ځينو هېوادونو اندېښنو ټکنی کړی

تاند(دوشنبه، د اسد ۲۷) د افغانستان د ملي پخلاينې عالي شورا وايي، که څه هم د ولسمشر محمد اشرف غني له فرمان وروسته د ۴۰۰ طالب بنديانو د خلاصون لړۍ دوام لري، خو يو شمېر هېوادونو په دې تړاو له افغانستان سره خپلې اندېښنې شريکې کړې دي.

د یادې شورا وياند فريدون خوځون وايي، يو شمېر هېوادونو د ځينو طالب بنديانو پر خلاصون اعتراض کړی، خو افغان حکومت هڅه کوي، دغه ستونزه حل کړي او د بنديانو د خلاصون پروسه د ولسمشر غني د فرمان پر بنسټ روانه ده.

له بل لوري د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د ۴۰۰ طالب زندانيانو د خوشي کولو چاره تخنيکي او حقوقي اړخونه لري او کارونه يې وخت ته اړتیا لري.

تر دې وړاندې د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي وو، هغه درې طالب زندانیان دې نه خوشې کیږي چې د فرانسوي وګړو په وژلو مجرم پيژندل شوي.

بل خوا د استرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسون هم له افغان حکومت نه غوښتي وو چې د افغان اردو هغه سرتېری دې نه ازادوي چې درې اسټرالیایي پوځیان یې وژلي وو.

مورېسن ویلي وو، د اسټرالیا دریځ دا دی چې دغه افغان سرتېری باید هېڅکله خوشي نه شي، ځکه خوشي کېدل یې په سیمه کې له سولې سره مرسته نشي کولی.

له بل لوري طالبانو ويلي، د اسټراليا او فرانسې نوي اعتراضونه د سولې پروسه کې د خنډ ايجادولو په هدف دي او د دوی په خبره، اتباع يې ځکه وژل شوي چې دې هېوادونو په افغانستان يرغل کړی وو.

ولسمشر غني د مشورتي لويې جرګې له مشورې وروسته د ۴۰۰ طالب بنديانو د خلاصون فرمان لاسليک کړ او تر دې مهاله له دې ډلې ۸۰ زندانيان خوشي شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب