چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهجان بولټن د ایران په اړه د ولسمشر ټرمپ ګواښونه بابېزه ګڼي

جان بولټن د ایران په اړه د ولسمشر ټرمپ ګواښونه بابېزه ګڼي

تاند ( دوشنبه، د اسد ۲۷) د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن وایي، چې ایران ته د ټرمپ ګواښونه د اندېښنې وړ نه دي.

بولټن په یوه تازه خپره کړې مقاله کې لیکلي، چې امریکا په یو اړخیزه توګه له ایران سره له شوې اټومي هوکړې وتلې ده نو له دې امله حق نه لري، چې د ایران پر وړاندې د ماشې میکانیزم ته ور وګرځي.

د نوموړي په خبره د ټرمپ د ماشې میکانیزم هېڅ د اندېښنې وړنه ده ځکه د بولټن په باور دا پرېکړه به یې هم د تسلیحاتي تحریم په څېر په امنیت شورا کې رایه ونه ګټي.

ټرمپ ګواښ کړی دی، چې د ایران د مهارولو لپاره د ماشې میکانیزم ته ورګرځي ځکه نړیوالو پر دغه هېواد تسلیحاتي طرحې ته مثبته رایه ور نه کړه، خو د دې اړتیا ده چې ایران کنټرول کړل شي.

بل لورته اروپایي ټولنې هم د ایران په اړه د ټرمپ د وروستیو څرګندونو مخالفت کړی دی.

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسوولینو رسنیو ته ویلي، چې امریکا د ایران پر وړاندې د ماشې له میکانیزم استفاده نه شي کولی.

د دغه برخې یوه ویاند جوزف بورل وایي امریکا په یو اړخیزه توګه له ایران سره له شوي اټومي تړون وتلې ده نو له همدې امله د ماشې له میکانیزم استفاده نه شي کولی.

بورل زیاته کړې امریکا ته په کار ده، چې نړیوالو قوانینو ته په پام خپل اقدامات ترسره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب