چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: د جمهوریت پر سر هیڅ معاملې ته چمتو نه یم

ولسمشر غني: د جمهوریت پر سر هیڅ معاملې ته چمتو نه یم

تاند(دوشنبه، د اسد ۲۷) ولسمشر غني په داسې حال کې چې په هېواد کې د جمهوري ریاست پر ساتنې ټینګار کوي ویلي چې دی په هیڅ ډول د سوداګرۍ او پیسو د ورکړې لپاره چمتو نه دی.

ارګ په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې ولسمشر د اسد د ۲۶مې د ځوانانو د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې د جمهوري ریاست پر متقابل منلو او ساتنې ټینګار وکړ.

د ارګ د خبر پاڼې په وینا، ولسمشر ویلي دي چې هغه به د اړتیا په صورت کې د اردو پیاوړي کولو لپاره د هیواد پراختیایي بودیجه وکاروي.

خبرپاڼه زیاتوي چې موږ باید لاسونه سره یو کړو ، د یو بل ملاتړ وکړو او په یوه لیکه کې د جمهوریت ملاتړي ووسو.

خبرپانه زیاتوي چې که اړتیا شوه سړکونه نه جوړوو، خو زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه به وږي نشي.

په ورته وخت کې، ولسمشر وویل چې افغانان باید د طالبانو سره د متحد کولو ځواک ولري، او دا یې هم وویل چې هغه د سوداګرۍ او تاوان ورکولو ته چمتو نه و او که نړۍ زموږ سره سوداګري وکړي، نو دوی به یې رد کړي.

ولسمشر زیاته کړې، چې سوله د افغانانو لومړیتوب دی، او موږ هم باید اقتصاد، د کورونا پر وړاندې مبارزه، بدلون، حکومتداري او د قانون حاکمیت اداره کړو.

د خبرپاڼې په حواله، هغه د افغانستان له ځوانانو وغوښتل چې د ملي ارزښتونو لپاره خپل غږ اوچت کړي او په هیواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره خپل مسؤلیتونه ادا کړي.

ولسمشر په هرې ولسوالۍ کې د ځوانانو شبکې فعاله کولو باندې هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې بحثونه او خبرې بیا باید په پوهنتونونو کې ترسره شي، ترڅو د ځوانانو پوښتنې او پلانونه عملي شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی