تاند (پنجشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۹ مه) د افغانستان په جنوب کې د طالبانو له خوا په ښوونځیو کې د ځیرکو ټیلفونونو بندیز پلی شو، زدهکوونکو او ښوونکو د چهارشنبې په ورځ فرانس پریس ته دا خبره تایید کړه، دا بندیز د «تمرکز» او «اسلامي شریعت» له مخې لګول شوی دی.
په کندهار ولایت کې د پوهنې ریاست له خوا دا صادر شوی لارښود، هم د ښوونځیو او هم د دیني مدرسو، پر زدهکوونکو، ښوونکو او اداري کارکوونکو، تطبیقېږي.
په بیان کې ویل شوي: «دا پرېکړه د تعلیمي نظم او تمرکز د ټینګښت لپاره شوې ده.» همداراز زیاتوي چې دا پرېکړه له «شرعي نظره» شوې ځکه چې ځیرک ټیلفونونه «د راتلونکي نسل د بربادۍ سبب کېږي.»
یاده پالیسي چې اوس مهال د ولایت په ټولو ښوونځیو کې عملي شوې، د ښوونکو او زدهکوونکو په منځ کې بېلابېل غبرګونونه پارولي دي. ۲۲ کلن ښوونکي، سعید احمد، فرانس پریس ته وویل: «موږ نن ښوونځي ته موبایل نه وړی.» نوموړي زیاته کړه: «زما په فکر دا ښه پرېکړه ده، څو پر زدهکړو تمرکز زیات شي.»
د یوولسم ټولګي زدهکوونکي محمد انور وویل: «ښوونکي وايي، که په چا شک وشي چې موبایل یې راوړی دی، تلاشي به ورڅخه واخیستل شي.»
تېره اوونۍ د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده له ملایانو او دولتي کارکوونکو وغوښتل چې له موبایل ټېلفون څخه کار اخیستل کم کړي.
په ډېرو هیوادونو کې په ټولګیو کې له زده کوونکو سره د موبایل ټېلفون پر لرلو بندیز دی.
په ځینو پرمختللو هیوادونو کې له زده کوونکو څخه ټولګي ته تر ننوتو وړاندې ملفونونه اخیستل کېږي او د رخصتۍ په مهال بېرته ورسپارل کېږي چې د کورنۍ له غړیو سره د اړتیا په صورت کې تماس ونیسي.
زه د يوې خصوصي لېسې د څښتن په حيث دغه تصميم تاييدوم او ډېر ښه يې ګڼم. موږ دمخه له زده کوونکو څخه ټليفونونه اخيستل او بيا به مو له ښوونځي څخه د وتلو پر مهال ورکول، خو اوس به يې لېسې ته د ننوتلو پر مهال له ټولو څخه اخلو . لوی څښتن سبحانه دي وکړي چې د نجونو زده کړو ته هم د اسلامي شريعت په رڼا کې اجازه ورکړه شي.
زه څو موده مخکی کندهار ته تللی وم، په عینو مېنه کی د دوستانو په کور کی اوسیدم، هلته عمومی ترانسپورت نشته، هره ورځ په ټکسی کی ښار ته تلم. لومړی ورځ د شوق او ذوق پخاطر په رکشا کی سپور او د ښار مرکز ته ولاړم، منزل ته نژدې می رکشاوالا ته وویل چی وروره! ګه چیری دی کوم دوست او انډیوال د قبضیت د ستونزی سره مخ شی نو ډاکټر ماکټر او درمل مرمل ته اړتیا نشته او فقط ستا په رکشا کی یو څلور پنځه کیلومتری چکر ورکړه نو ستونزه به ژر حل شی. رکشاوالا چی یو ګُلالی او خوش اخلاق ځوان ؤ په مُسکا شو او را ته ئی وویل چی د رکشې د ټایرونو هوا تر حد ډیره ده نو ځکه پورته پورته غورځی، ما ور ته وویل چی شریکه که ئی د ټایرو هوا نوره هم ور زیاته کړی نو په یو ځل د ۳-۴ سپرلیو د قبض ستونزه لیری کولای شی.
نور نو هره ورځ په ټکسی موټر کی ښار ته تلم راتلم. د ټکسی چلوونکی هم د مختلفو افکارو او عقائدو درلوونکی دی. ځینی ئی د طالب رژیم سخت مخالفین او ځینی ئی نورمال طرفداران یا بیطرفه کسان دی.
د عینو مینی په سیمه کی رستورانونه او د آیسکریم خرڅولو ځایونه ډیر دی، د هر رستوران او آیسکریم فروشی مخته د سماوار تخت( کټ ) پروت او پر تخت څلور پنځه ځوانان ناست او هر یوه مخته موبایل نیولی دی. یو ځل د یو رعنا ځوان ټکسی وان سره سپور شوم چی البته د طالب طرفدار هم ۇ، ما ور ته وویل:
طالب مشرانو ته ووایه چی ځوانانو ته د پتو ( ورَقو) او کچې او نورو ذهنی لوبو اجازه ورکړی، پتی خو دا ښه والی لری چی مثلاً څلور ځوانان سره لګیا او خوږې او ترخې خبری هم تر خولو را باسی او حد اقل روحاً خوشاله وی، تر دې حالت خو ښه دی چی مثلاً هر یو جلا جلا ناست او د جامو او بوټو او سدرۍ سره په مجازی خړه ویاله کی په لامبو بوخت دی او معلومه نه ده چی کوم چنګاښان به ئی په پایڅه ور ننوتلی وی یا ور ننوځی. ټکسی وان را ته وویل چی « منې که بل رَکَم ده »،. شاید د ” حال ” په ژبه ئی غوښتل ووائی چی د طالبانو دا ډول کارونه زما هم نه خوښیږی.
نو
عرض می دا دی چی هره وسیله خپل ځانته د استعمال معقول حد لری، موبایل به یوه اړینه وسیله وی خو نه تر هغه حده چی د یو چا د مغز او فکر او ذهن او عقل او نورو جوارحو ښکلې او منلې څیره ور خړه پړه کړی.