سه شنبه, جولای 15, 2025
Home+د کرکې او کینې دیانت |ژباړن: محب زغم 

د کرکې او کینې دیانت |ژباړن: محب زغم 

لیکوال: محمد محق

تړلې اوضاع او نه چندان مطلوب انتخابونه

د سیاست په دې بنده لاره د اخوان او نورو ډلو لپاره یوازې محدود انتخابونه پراته وو چې هېڅ یو یې ورته مطلوب نه و. یو انتخاب دا و چې له غربي ځواکونو، په تېره بیا له امریکا سره مذاکره وشي چې پر حکومت فشار راوړي او دې ستونزې ته د حل لاره راوایستل شي. د اخوان ځینو غړو چې بهر اوسېدل، هڅه وکړه چې دې مذاکراتو ته زمینه برابره کړي، مثلاً د حسن البنا لمسی، طارق رمضان چې اروپايي تابعیت یې درلود او له ټوني بلېر او ځینو نورو غربي مشرانو سره یې اړیکې ښې وې، یا په سوریه کې د اخوان رهبران چې له ځینو غربي ملکونو سره یې ښې اړیکې درلودې. د همدې هڅو په نتیجه کې د امریکا پلاوي مصر ته راغلل خو د حکومت له توند غبرګون سره مخ شول.

بل انتخاب دا و چې له نظام سره خبرې اترې وشي. کله چې حسني مبارک خپل زوی، حافظ اسد، خپل ځایناستی وټاکه، ځینو سیاسي ډلو وسره کلک مخالفت وکړ خو اخوان ورسره په احتیاط وچلېد او د اخوان ځینو څېرو له دې شي سره مشروطه موافقه وکړه. تصور دا و چې که د حافظ اسد د مسألې احتمال زیات وي نو بهتره به وي چې له هغه سره ښه روابط رامنځته شي چې واک ته تر رسېدو وروسته له دوی سره دښمني ونه کړي او کېدای شي دی پخپله نسبي تغییراتو ته لاره هواره کړي ځکه چې دی ځوان او د نویو شرایطو سړی دی. البته وروسته داسې پېښې وشوې چې هېچا ته د دې کار لپاره فرصت پیدا نه شو.

درېیم انتخاب دا و چې اخوان له نورو سیاسي ډلو او وتلیو څېرو سره ایتلاف وکړي او د اپوزسیون له دریځه په سوله ییزه توګه د تغییراتو د راوستو هڅه وکړي. په دې منځ کې تر ټولو مهمه څېره محمد البرادعي و. هغه چې په نړېواله کچه  ځلانده سابقه درلوده، مصر ته راغلی و او په صراحت سره یې د بدلون خبره کوله او دا یې هم ویل چې اخوان باید په نظام کې ونډه ولري.

اخوان چې ټول عمر ځپل شوی و او مجبور و چې پټ فعالیتونه وکړي، داسې مخفي جوړښتونه یې رامنځته کړي وو چې د هر ډول ځپلو تاب ولري. له بلې خوا اوس چې د ازاد فعالیت زمینه ورته برابره شوې وه، دا ورته سخته وه چې په مډرنو لارو له نورو سیاسي ډلو سره په ګډه فعالیت وکړي. دغه شي د اخوان په کار کې بل تناقض رامنځته کړی دی چې هم د اخوان د قوت ټکی دی، هم یې د کمزورۍ. ډېر خلک چې د اخوان د ایډیالوژۍ پر اصل باورمن هم نه دي، د هغه د ځواک په خاطر ورماتېږي او فکر کوي چې اخوان په دې منسجم ځواک سره تغییرات راوستی شي. خو له بلې خوا اخوان نه د سازمان په دننه کې او نه له سازمانه بهر دیموکراتیکه تجربه درلوده او دا یې خامي وه. دا مسأله د مصر تر انقلاب وروسته جوته ښکاره شوه.

د اخوان د خامۍ لومړۍ نښه هله څرګنده شوه چې د مصر ځوانانو د تونس له تحولاتو په الهام اخیستلو سره، مېدان ته راووتل او د تغییراتو غوښتونکي شول. خو اخوان باور نه درلود چې دا ډول اعتراضونه دې نتیجه ورکړي نو کرار کېناستل او کله چې دغو اعتراضونو دوام وکړ او پولیس یې له پښو وغورځول، اخوان هم راودانګل او له اعتراض کوونکو سره یوځای شول. دې کار خلکو ته دا سند په لاس ورکړ چې اخوان فرصت طلبه دی او هغې پلې ته ځان اچوي چې درنه وي.

هر رنګه چې و خو بدلون غوښتونکو ته دا مهمه وه چې نظام راوپرځېږي او له دې جنجاله خلاص شي نو هره ډله چې به ورسره یوځای کېدله، دوی ورته هرکلی ویل. هماغه و چې په څو ورځو کې مذهبي، سیکولرې، مسیحي او نورې ډلې له مظاهره چیانو سره یوځای شوې. اخوان له خپلو تېرو تجربو په استفادې سره د مظاهراتو په پراخولو او سمبالښت کې پوره ونډه واخیست او د اوښ سپرو د برید په مشهوره پېښه کې یې په کلکه دفاع او مقاومت وکړ.

د کرکې او کینې دیانت |ژباړن: محب زغم 

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د ځانگړي‌سبک خاوند شاعر مطیع‌الله تراب غمجنه مړینه

آصف بهاند په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې د ځانگړي سبک خاوند شاعر مطیع‌الله تراب له ژوند، د ژوند له ناخوالو، گران افغانستان سره...