پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهطالبانو په کابل کې د واده په مراسمو کې پر موسیقۍ تازه...

طالبانو په کابل کې د واده په مراسمو کې پر موسیقۍ تازه بندیز ولکاوه

تاند (یکشنبه، د جوزا ۲۸مه) د اسراییل جوروسلم پوسټ ورځپاڼه وايي، د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په پلازمېنه کابل کې د ودونو په مراسمو کې د موسیقۍ ږغول او نور هغه کارونه منع کړل چې دوی یې د اسلام خلاف بولي.

د ورځپاڼې د راپور پر اساس، له کله چې طالبان واک ته رسیدلي دي، پر موسیقۍ سخت بندیز لګول شوی او له دې کبله ډیر شمېر سازږغوونکي، سندرغاړي او هنرمنان د هیواد پرېښودو ته اړ شوي یا هڅه کوي چې په لوېدیځو هیوادونو کې پناه واخلي.

تېر کال د ودنو د سالونونو خاوندانو ته امر وشو چې موسیقۍ ته اجازه ورنه کړي خو دا امر په بشپړ ډول عملي نه شو. خو ګومان کېږي چې تازه بندیز به د امربالمعروف له لوري تطبیق شي.

د اسراییلي ورځپاڼې د راپور پر اساس، موسیقي په اسلام کې حرامه ده.

په هغه خبرتیا کې چې امربالمعروف خپره کړې، راغلي چې په ودونو او نورو مراسمو کې باید د موسیقۍ پر ځای عبادت وشي.

2 COMMENTS

  1. اسراييلى ورځپاڼه؟
    په کابل دودونو په موسيقى کى داسراييلى ورځپاڼى دلچسپى ډيره جالبه ده

  2. دا خو کوم نوی خبر ندی طالبانو لا ۲۵کاله مخکی موسیقی باندی بندیز لګولی و دوه کاله مخکی یی بیا بندیز ولګاو دا خو پټه خبره نده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب