پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهسمنګان کې د ډبرو سکرو د یوه کان ۳ کارګر مړه شوي

سمنګان کې د ډبرو سکرو د یوه کان ۳ کارګر مړه شوي

تاند【پنجشنبه د سلواغې ـ دلوې ۲۵مه】سمنګان ولایت کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت الله رحماني وایي، د دغه ولایت د دره صوف بالا ولسوالۍ اړوند د ډبرو سکرو په یوه کان کې د میتان ګازو چاودنه کړې ده.

سرچینه زیاتوي، چې دا چاودنه پرون (چهارشنبه د سلواغې ۲۴مه) شوې ده، چې له امله یې درې کان کېندونکي مړه شوي دي.

رحماني زیاته کړې چې د دغو کسانو جسدونه له ویجاړو را ایستل شوي او کورنیو ته یې سپارل شوي دي.

د یادونې ده چې کابو لس ورځې وړاندې د دلوې په ۱۵مه د سمنګان د یاد ولایت په «دره صوف» ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د کان نړېدو له امله دوه کان‌کیندونکي مړه شوي وو.

د سمنګان په ګډون تر دې مخکې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کانونو د نړېدو او په کان کې د چاودنو له امله لسګونه کسانو ژوند بایللی.

د ویلو ده چې په افغانستان کې د کانونو غیرمعیاري ایستنه د ورته پېښو لامل بلل کېږي او سمنګان د هېواد یو له هغو ولایتونو دی، چې په زیاته پیمانه طبیعي زېرمې لري او سلګونه کسان یې په کانونو کې په کار بوخت دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...