Homeخبرونهځانمرګی هدف ته له رسیدو مخکې د کور او ښار جوړولو په...

ځانمرګی هدف ته له رسیدو مخکې د کور او ښار جوړولو په وزارت کې ووژل شو

تاند (پنحشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۵ مه) طالب چارواکو په پلازمېنه کابل کې د کور او ښار جوړولو په وزارت کې د یوه انتحاري بریدګر په چاودنه کې د دوو تنو وژل کېدا تایید کړه.

د کور او ښار جوړولو وزارت ویندوی محمد کمال افغان رسنیو ته وویل چې نن (پنجشنبه، فبروري ۱۵مه) تر غرمې مخکې یوه انتحاری غوښتل چې د وزارت انګړ ته ننوځي خو د امنیتي ساتونکو له لوري وپېژندل شو او هدف ته تر رسیدو مخکې ووژل شو.

دا وزارت وايي چې د انتحاري په چاودنه کې یو بل کس هم وژل شوی او ۳ نور ژوبل شوي دي.

له بلې خوا د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي، کابل ښار کې د کور او ښارجوړونې وزارت کې چاودنه شوې ده.

دا برید وروسته له دې کېږي چې په کندور کې د کابل بانک مخې ته په انتحاري برید کې ۱۸ تنه ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.

تېر کال په کابل کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو په وزارت کې انتحاری برید د طالبانود کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزیر خلیل الرحمان حقاني او څو تنه نور ووژل.

د دواړو بریدونو مسوولیت داعش په غاړه واخیست. د ننني برید مسوولیت لا کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...