تاند (پنجشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۵ مه) په اسټرالیا کې د دوو نرسانو دندې وروسته له هغه د تل لپاره وځنډول شوې چې یوه ویډیو خپره شوه، چې په هغه کې دوی اسراییلي ناروغان ګواښي او وايي چې د اسراییلي ناروغانو درملنه نه کوي.
دا سړی او ښځه، چې په سیډني کې د یو روغتون نرسان وو، اوس د نیو ساوت ویلز د ایالتي پولیسو لهخوا د ګواښوونکو او یهود ضد څرګندونو په تور تر تحقیقاتو لاندې دي.
د اسټرالیا رسنیو د نارینه نرس هویت “احمد رشاد نادر” ښوولی، چې په ۱۲ کلنۍ کې له افغانستان څخه له خپلې کورنۍ سره اسټرالیا ته کډوال شوی و. راپورونه وايي چې د هغه د ښځینه همکارې نوم “سارا ابولبده” دی.
د دوی ویډیو لومړی د “مکس ویفر” په نوم د یوه اسراییلي محتوا جوړونکي لهخوا په ټیکټاک کې خپره شوې وه.
دا ویډیو د “چترولتکا” (Chatruletka) په نوم د یوه انلاین چټپلېټفارم له لارې له مختلفو کسانو سره مکالمې ښيي. دا پلتفارم خلک په تصادفي ډول سره وصلوي.
د ویډیو په پیل کې، چې په یوه روغتوني چاپېریال کې ثبت شوې، یو سړی چې ځان ډاکټر معرفي کوي، مکس ویفر ته وايي: “ستا سترګې ښکلي دي”، خو بیا زياتوي: «زه بخښنه غواړم چې ته اسراییلی یې.»
بیا هغه وايي چې اسراییلیان «جهنم ته استوي.» وروسته یې ښځینه همکاره مکالمې ته ننوځي او مکس ویفر ته وايي: «یوه ورځ به ستا وار هم راشي، او ته به تر ټولو وحشتناکه مرګ تجربه کړې. کله چې د مرګ شېبه درشي، زه غواړم زما څېره در په یاد شي، تر څو پوه شې چې څرنګه په بد حالت کې مړه کېږې.»
ویفر له دوی پوښتي که یو اسراییلی ناروغ د درملنې لپاره د دوی روغتون ته راشي، څه به وکړي؟ د نادر همکارې ځواب ورکوي: «زه به د هغوی معالجه نه کوم، زه به یې ووژنم.»
نادر بیا د خبرو په دوام کې خپله ګوته ستوني ته نیسي او د سر پرېکولو اشاره کوي او وايي:«ته نه پوهېږې چې څو اسراییلي سپي دې روغتون ته راغلي، او ما هغوی جهنم ته ولېږل.»
د اسټرالیا صدراعظم، انتوني البانیزي، دا ویډیو «شرموونکې او د کرکې وړ» بللې ده.
سلامونه،
زما په آند، دا شان کړه وړه د مریضانو مقابل کې ، و روغتیايي کارکونکو لپاره،د طبابت د اتهیکس له نظره صحیح نه ده ،هغه هم په دریم ملک کښې!: دا کار باید پخپله پلسطین او اسراییل کې بالمقابل سوی وای یا وشي؛ تر ټولو مهم د اسرایلی اویهودی تولیداتو بایکاټ ده په ټولو ؛ځانګړو اسلامی او عربي ؛هیوادونو کې!!!.
او دغزې،غربي تړانګې او فلسطین ،خاصتاََ مسجد الاقصا او بیت المقډس د اهل الکتاب کافرینو او مشرکینو له شر او فساده خلاصول د کل عالم اسلام مهمه وظیفه ده.
ALL MUSLIMS IN THE WORLD MUST BECOME UNITED.
IF THIS HAPPEN MUSLIMS WILL BE STRONG.
NOW IS NOT TOO FAR .IF ALL ARABS TOGETHER STAND AGAINST NATANYAHU,
MUSLIMS WILL BE WINNER..
SAUDI/IRAN/IRAQ/LIBIA/ JORDON/EGYPT EU/QATAR.
SOME ARABIC LEADERS ARE SOLD/LIKE KING OF JORDON.