یکشنبه, مارچ 23, 2025
Homeخبرونهد طالبانو مشر په لومړي ځل د عصري زده کړو یوه مرکز...

د طالبانو مشر په لومړي ځل د عصري زده کړو یوه مرکز ته لاړ

تاند (پنجشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۵ مه) د طالبانو زعیم هبت‌الله اخوندزاده په لومړي ځل د افغانستان یوه پوهنتون ته سفر وکړ او د چهارشنبې په ورځ یې د کندهار پوهنتون د لیدلو په ترڅ کې د دغه پوهنتون له مشرتابه، استادانو، کارکوونکو او محصلانو سره خبرې وکړې.

د طالبانو د حکومت ویاندویانو د دې سفر پخلی کړی، خو د اخوندزاده د سفر هیڅ رسمي عکس، ویډیو یا کوم غږیږ پیغام نه دی خپور کړی.

د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند، ضیاالله هاشمي، وویل چې اخوندزاده د کندهار په پوهنتون کې یوې غونډې ته وویل چې مدرسې او پوهنتونونه سره یو شان دي او دواړو ته باید پاملرنه وشي. د هاشمي په وینا، اخوندزاده د علم ارزښت او د دیني او عصري زده‌کړو پر اهمیت خبرې وکړې.

طالبان اسلامي زده‌کړو ته تر عصري زده‌کړو لومړیتوب ورکوي او د هېواد په کچه یې د مدرسو شمېر ډېر کړی دی.

خو د اخوندزاده وروستۍ څرګندونې ښيي چې د عصري زده‌کړو په اړه یې دریځ یو څه نرم شوی یا یې لږ تر لږه د افغانستان لپاره د عصري زده‌کړو ضرورت یې منلی دی، ځکه چې هېواد له بشري او اقتصادي بحرانونو سره مخامخ دی.

د حکومت د خپرې شوې اعلامیې له مخې، اخوندزاده محصلانو ته وویل:
«تاسو باید هم دیني او هم عصري زده‌کړې وکړئ. نیت مو یوازې د دین خدمت وي، ځکه چې تاسو په ټولنه کې لوړ ارزښت لرئ. ټولنه د مدرسو، مکتبونو او پوهنتونونو زده‌کوونکو ته جدي پام کوي.»

هغه له محصلانو وغوښتل چې د افغانستان د جنګیالیو او اتلانو تاریخ ولیکي، چې نړۍ یې وپېژني. هغه زیاته کړه:
«زیار وباسئ چې بهرنیان افغانستان ته راشي، له تاسو زده‌کړه وکړي، او تاسو د خپل علم په وسیله نړۍ اداره کړئ.»

په دې غونډه کې هیڅ ښځینه محصله نه وه.

له هغه وخته چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې بیا واک ته ورسېدل، اخوندزاده داسې فرمانونه صادر کړي چې د ښځو او نجونو زده‌کړې یې محدودې کړې دي.

نجونې نه شي کولای له شپږم ټولګي پورته زده‌کړې وکړي، پوهنتون ته د تګ اجازه نه لري، او چارواکو تر اوسه دا نه‌دي تایید یا رد کړي چې ایا د ښځو طبي زده‌کړې هم بندې شوې که نه.

پر ښځو او نجونو محدودیتونه د طالبانو د حکومت د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو پر وړاندې یو لوی خنډ دی.

2 COMMENTS

  1. دا وړۍ خو والله که شړۍ کړی. نه ېې تصوېر شته نه غږېز کلپ او نه څک ترېنه خبر دی خو بېا هم واېې چی پوهنتون ته تللی او استاذانو سره ېې لېدلی دی.دا نو کوم عقل او منطق منی. پښتو کی واېې چی زه دی پېری نه منم ته مرېدان نېسی. د ملا سېب وجود مشکوک دی نو پوهنتون ته تګ خو ېې بېخی د سوال خبره ده.

  2. زه بدی ۱۰٪ ومنم کچیری دی د امربالمعروف، د معارف او د لوړو زدکړو ملایان برطرفه کی او پر ځایی د عصری زدکړو متخصصین مقرر کړې. اوس انشاءالله چی ورکه دی راغلی لعنت دی ستاسو پر حکومتداری او اسلامیت شی ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د لټۍ ارواپوهنه کتاب ته لنډه کتنه/ طارق وزیر

ټول انسانان بېلابېل او مختلف استعدادونه لري؛ یعنې یو کس په یوه برخه کې داسې وړتیا لري چې ممکن بل څوک یې ونۀ لري. په...