یکشنبه, مارچ 23, 2025
Homeخبرونهشهبازشریف؛ د تروریزم ضد مبارزه کې له افغانستانه مرسته غوښتې

شهبازشریف؛ د تروریزم ضد مبارزه کې له افغانستانه مرسته غوښتې

ثتاند【پنجشنبه د سلواغې ـ دلوې ۲۵مه】د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یو ځل بیا له افغانستانه د تروریزم پر ضد مبارزه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

نوموړي نن (پنجشنبه) د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل، چې تروریزم د پاکستان او ترکیې ګډه اندېښنه ده.

هغه وویل: «موږ به په ګډه د دې ګواښ پر ضد مبارزه کوو او تر هغه چې ماتې مو نه وي ورکړې ارام نه کوو. افغانستان زموږ ګاونډی هېواد دی او موږ هیله لرو چې افغانستان به د تروریزم ضد مبارزه کې همکاري وکړي.»

پاکستاني چارواکو تل دا ادعا کړې، چې په دې هېواد کې بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیمېږي؛خو بل لورته بیا طالبانو حکومت دا ادعاوې رد کړې او ټینګار یې کړی چې د افغانستان خاورې به د بل هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.

طالبان ادعا کوي چې پاکستان د داعش ملاتړی هېواد دی او هلته یې پناه ځایونه ورته جوړ کړي دي.

3 COMMENTS

  1. دغه شهباز شریف ته چه د اسنادو پر بڼسټ کوز او ژوندي شاهدان چه مو د پښار شاو و خوا کې ۱۹۸۵ ستاسو د ترویستانو د تربیه کولو مکتبونه ولیدل او انګریز ستاسو مرسته یې کوله:
    https://www.tagesanzeiger.ch/wie-der-westen-den-islamismus-vorantrieb-219516967749
    یو مهم عکس نه اچول کېږي ثبوت لا خاطره!

  2. د تروریزم پلار سوډر د تروریزم مدرسې هر څه په کافرستان کې دي او دغه خنزیر افغانستان نه مرسته غواړي. تف لعنت په سوډر فرنګي تورغري پنجابي 😡

  3. ګرانه شهباز شريف،
    مرسته غوښتنه خو ښه شی او يو مسلمان يې بايد له بل مسلمان سره وکړي او دا د مسلمانۍ له حقوقو څخه دی. الله تعالی او پېغمبر صلی الله عليه وسلم پرې خوشاليږي.
    خو دېته دې هم پام اوسه چې، ستا ورور نوازشريف په زغرده په ټاکنو کې وويل چې (ما د افغانستان سل کلنه اردو ړنګه کړه.) او دا زموږ جهاديان يې ان تر مکې پورې يووړل او په کعبه کې دننه يې پرې قسمونه وکړل چې اتفاق به کوي، خو چې له کعبې راووتل او په ژوند کې تر اوسه سره متحد نه شول. له هغې راوروسته څومره ناخوالې تېرې شوې؟
    جهاديان راته تاسې وروزل.
    طالبان راته تاسې وروزل.
    او اوس هغه دی چې داعشيان هم راته روزئ.
    پنځوس کاله وشول چې تاسې له دې شيطانته لاس نه اخلئ. بېلابېل حکومتونه مو جوړ کړل، خو د خلکو کرکه او نفرت درسره ورځ له بلې زياتيږي چې دا ولې؟
    ښاغلی کرزی شل ځلې درغی او سوال يې درته وکړ چې لاسوهنه مه کوئ، خو تاسې چېرته واورېده؟
    ښاغلي غني خو درته ستاسې د راولپينډۍ په نظامي واستخباراتي مرکز کې درته وويل چې تېر هېر، خو اوس نور د دوستۍ لاس راکړئ چې دا سيمه په اقتصادي ثبات ورغوو، خو تاسې څه وکړل؟
    ايا کله هم افغانستان …..
    ستا خپل تخم دی چې همدا تا کرلی دی او قاعده دا ده څوک چې څه وکري هغه به ريبي.
    تاسې روزنه ورکړې ده. تاسې يې ذهنيت ورپرې مينځلی دی. طالب سره موږ دومره په ژبه او خوي بوي نه پوهيږو، لکه هومره چې تاسې پوهېږئ.
    تاسې سره کښېنئ او په دې بحث وکړئ چې ولې داسې کيږي؟
    تاسې يې ذهنيت ورجوړ کړی دی چې دېته مو رواداره کړ چې ستا ټوپک واخلي او خپلې اوږې ته يې واچوي چې په حقيقت خو ته د هغه پر اوږه ټوپک کښېږدې او ډز پرې ته کوې او موږ وژنې. موږ خو هېڅکله ستا پر ضد هڅه ونه کړه، خو ته دا درک کړې چې افغانستان داسې خاوره ده. داسې آب وهوا او طبيعت دی چې هلته هېڅ يرغلګر او د يرغلګرو لاسپوڅي او په سيمه کې پاتې شونی ميراثخور چلېدای نه شي.
    کنه تا ته ښه پته ده چې آی ايس آی اوس زموږ په رګونو کې لکه وينه چليږي او د هېواد ټولو ادارو او بنسټونو ته ستاسې لاسرسی شته، خو بيا هم ذهنيت ولس ذهنيت درسره جوړ نه دی، نو ايا دا به ښه نه وي چې که تاسې له موږ د لاسرسي هيله لرئ، نو تاسې پخپلو پالېسيو او کړنو مو تجديد نظر وکړئ او پر نظامي او استخباراتي چارواکيو او بنسټونو مو غږ وکړئ چې، ((نور بس دی. ستاسې له لاسوهنې تېری تر پزې راغلي يو او درنه ماړه يو.))
    ګوندې تاسې هم لږه ښه ورځ وګورئ، کنه تاسې خو بې له هغې له پوځ او آی ايس آی سره بونګه شوي ياست، څه به وکړئ؟ لږ تر لږه نسبي خپلواکي خو به ترلاسه کړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

راځئ نړۍ وپېژنو | پوهاند محمدبشیر دودیال

جغرافیه یو په زړه پورې علم دی. له بده مرغه زموږ په ښوونځیو کی دا مضمون، لکه هغسې چې په کارده، نه تدریس کیږی....