لېکنه: ډاکټر مجاهد جبران
(فبرورۍ دوولسمه د اپیلیپسي نړیواله ورځ)
میرګي یا اپیلیپسی (Epilepsy) یوه دماغي ستونزه ده چې برقي سیالي په کې د دماغ ځینې برخې متاثره کوي او جټکې منځ ته رواړي.
میرګي په مازغو کې د عصبي حجرو تر منځ په زیګنالونو کې د ستونزو په نتېجه کې رامنځته کیږي. کله چې د جنټیکي او یا فزیکي تاوانونو له امله مازغه زیانمن شي دغه زیګنالونه مختله کیږي، په بله معنا دغه بريښنایي زیګنالونه د برېښنا په شان له یو بل سره شارټ کیږي په نتیجه کې ېې میرګي رامنځته کیږي. دا چې دغه ستونزه د مازغو په کومه برخه کې وي د مازغو همغه برخه اغیزمنوي او په نتیجه کې همغه دندې مختله کیږي چې همدغه برخه ېې ترسره کوي.
که په یوې وړې برخې کې زېګنالونه مختل شي موضعي یا فوکل حمله رامنځته کیږي که ټول مازغه اغیزمن کړي نو جنرل یا عمومی حمله رامنځته کوي.
میرګي په هر عمر کې واقع کیدای شي، خو ماشومان او له شپیته کلنۍ وروسته عمر کې زیات منځ ته راځي.
که څه هم د دې ناروغۍ علت په واضح ډول مالوم نه دی خو جینیتیکي حالت په کې زیات رول لري او دماغي حملې (سټروک)، دماغي تومورونو، دسر د زخمونو، د ځینو درملو استعمال، الکول څښل، د دماغو د منتن کیدو ناروغیو او دزېږون په وخت دماغو ته دکم اکسیجن د رسیدو له امله پیدا کیدای شي.
دا ناروغان لیونیان یا بې سوره نه وي، او کولای شي د ژوند عادي فعالیتونه په ښه ډول سره ترسره کړي خو د ځینو فعالیتونو درېدل پرې د میرګیو په ډول پورې اړه لري چې یو مثال یې د ډریورۍ نه کول دي.
پوهیږئ چې ژوند هیڅکله بې خطره نه دی خو مثبت فکر، ځان ساتل او احتیاط د هر انسان مسولیت دی.
شاید په دې ناروغۍ ککړ کسان ولویږي، زخمي شي یا اوبو کې ډوب شي نو د دې تکلیف په اړه ځینې لازمې عامه سپارښتنې او پوهاوي د ناروغ، د ناروغ د خپلوانو، ملګرو او ټولو لپاره ضروري دي.
لکه مخکې مو چې ذکر کړل چې د ناروغۍ خطرونه د مرګي په ډول او دناروغ د ژوند د تېرولو په طرز پورې اړه لري، که تاسو د جټکې په حالت کې له سو داسې کس سره مخامخ شوی مهرباني وکړئ لاندې سپارښتنې عملي کړئ.
۱: په ناروغ د حملې په وخت کې شور مه جوړوئ ورخطایي مه کوئ او له ناروغ سره پاتې شئ.
۲: (که موجود و) یو نرم بالښت چې ډېر (پنډ) نه وي په ډېر احتیاط د ناروغ سر ته کیږدئ، که جامې یې تنګې وي او یا نیکټايي او په غاړه کې څادر ولري هغه سسته کړئ.
۳: د جټکې له تېریدو سره سم ناروغ په اړخ واړوئ (که احتمالا خواړه یا مایع یې په خوله کې وي یا له معدې راوتلي وي تر څو بهر ووځي.)
۴: ناروغ ته د پوره ښه کېدو تر وخت پورې ډاډ ورکړئ.
۵: متوجه اوسئ د جټکې وخت قید کړئ او وګورئ چې څو دقیقې یې دوام وکړ.
۶: هیڅکله د ناروغ په خوله کې کوم څه مه اچوئ (اوبه، بوره یا نور.)
۷ :تینګ یې مه نیسئ، حرکت هم مه ورکوئ خو په هغه صورت کې چې په خطر کې وي.
۸: که ناروغ په ویلچیر یا چوکی کې وي د ویل چیر څرخونه بند کړئ، کمربند یې وتړئ او د ناروغ سر ونیسئ.
۹: که ناروغ په اوبو کې وي سر یې له اوبو څخه بهر وباسئ او کوشش وکړئ چې ناروغ په ډېر احتیاط چې اوبه یې تېرې نه شي له اوبو (ډنډ) څخه وباسئ.
په هر صورت که د جټکو له تېرویدو وروسته د ناروغ تنفس سخت او تېز و یا یې تنفس نه شو کولای یا یې د پوزې سر او شونډې شنې شوې وې نو (سی پي ار)، چې یوه (طبی کړنه ده)، اجرا کړئ خو پام کوئ چې (سي پي ار) کول په غټانو او ماشومانو کې فرق کوي.
که نه پوهیدئ په ګاونډ کې له نږدې روغتیاپال، درملتون، کلینک یا بل هر چا مرسته وغواړئ او د لاندې ذکر شویو حالاتو په موجودیت کې د ناروغ د انتقال (امبولانس) غم وخورئ.
الف: که په (سي پي ار) نه پوهیدئ.
ب : جټکو تر پنځو دقیقو زیات وخت نیولی وي .
ج : د جټکو تر تېریدو وروسته ناروغ خبرو ته جواب نه شي ورکولی.
د : که له جټکو وروسته یې تنفس تېز یا دریدلای وي.
ه : ناروغ د غورځیدو له امله زخمي شوی وي.
ز : که د ناروغ په روغتیا ډاډمن نه یاست.
د میرګي د ډولونو له مخې ناروغ ته د فعالیتونو اجرا لکه په حوض یا روانو اوبو کې لمبل یا موټر چلول فرق کوي چې معالج ډاکټر یې ناروغ ته سپارښتنه کوي، ځکه چې ځینې ډولونه یې دومره پټ وي چې یوازې ناروغ پوهیږي چې حمله یې تېره کړه.
د احتیاطي تدابیرو لپاره د ناروغ د حمام (تشناب) دروازه باید له دواړو خواوو څخه د خلاصیدو وړ وي او د خوب کوټه یې له دباندې کیلي ولري، د بخارۍ خوا کې باید خوب ونه کړي، د اوسیدو په ځای کې یې تېره شیان نه وي.
له داسې ناروغانو سره د درملو په اخیستو کې د کورنۍ غړي زیاته مرسته کولای شي.
د میرګي ناروغان اویا سلنه د درملو په واسطه کنټرول کیدای شي پاتې نور یې دوامدارې درملنې او یا ځینو خاصو عملیاتو ته ضرورت لري چې په اړه یې باید د دې برخې له متخصص ډاکټر سره مشوره وشي.
ستاسو ټولو د اوږد عمر او روغتیا په هیله.
———-