جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهولسي جرګه: د ملکي افغانانو وژونکي دې محاکمه شي

ولسي جرګه: د ملکي افغانانو وژونکي دې محاکمه شي

تاند (یکشنبه د قوس ۹)د ولسي جرګې غړي وايي ټول هغه بهرني سرتېري باید محاکمه شي چې په افغانستان کې په جنګي جنایتونو کې ښکېل دي.

وکیلانو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال ویلي چې په دې وروستیو کې د ځینو بهرنیو سرتېرو د جنګي جنایتونو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

د دوی په خبره نړیوال محاکم او د بشري حقونو په برخه کې فعال بنسټونه باید دغه جنایتونه وڅاري او په اړه یې خپل دريځ روښانه کړي.

د ولسي جرګې غړو دغه راز د هغو هېوادونو له حقوقي فعالینو او محاکمو هم د عدالت غوښتنه کړې چې سرتېري یې په افغانستان کې په جنګي جنایتونو کې ښکېل دي.

په استرالیا کې یوې څېړنې موندلې چې ددغه هېواد سرتېري په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال په جنګي جنایتونو او د ملکي وګړو په وژلو کې ښکېل وو.

په دې څېړنه کې تر دې دمه یواځې ۳۹ قضیې څېړل شوي چې په هغه کې د یاد هېواد پوځیانو په اروزګان کې د خپل ماموریت پر مهال ملکي وګړي په نښه کړي دي

د استرالیا حکومت ددغه قضیو د څېړلو او عدالت ژمنه کړې ده

مخکې له دې چې د د افغانستان ولسي جرګه ډغه ډول څرګندونې وکړي د استرالیا دفاعي ځواکونو د دفاع وزارت د دفاعي مطالعاتو څانګې ته دنده سپارلې چې په افغانستان کې د استرالیايي پوځیانو د وژنو قضیې وڅاري.

دا پرېکړه وروسته له دې شوې چې یو شمېر استرالیايي پوځیانو ته خبر ورکړل شوی چې په افغانستان کې د ۳۹ ملکیانو او اسیرانو د وژلو په خاطر له پوځه د ایستلو له خطر سره مخامخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب