جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+افغان کرکټ لوبغاړو ته پرانستی لیک | آروین رهي

افغان کرکټ لوبغاړو ته پرانستی لیک | آروین رهي

څرنګه چې هېوادوال په جريان کې دي په دې وروستيو کې آسټراليا ومنله چې د دوی ځواکونو په افغانستان کې په جنګي جرمونو لاس پورې کړی دی. آسټراليايي ځواکونه کم تر کمه ۳۹ ملکي افغان وګړي (د جګړې ډګر څخه بالکل لرې) په ډیره بې‌رحمی وژلي دي. د دې ۳۹ کسانو په منځ کې دوه ۱۴ کلن ماشومان هم شامل دي چې آسټراليايي ځواکونو سرونه ترې غوڅ کړي دي.

کيدای سي د هغه افغانانو حقیقي شمېر چې آسټراليايي ځواکونو وژلې دي د ۳۹ څخه خوارا ډېر وي. د افغانانو لپاره دا ډېر د تأسف ځای دی چې افغان حکومت د آسټراليا په وړاندې هيڅ ډول د پاموړ غبرګون نه دی ښود

آروین رهي

لی. د افغان حکومت چوپتيا په عامه توګه ټول افغان ولس ته او په ځانګړې توګه د آسټرالیایي ځواکونو په لاس شهید سویو افغانانو ته ښکاره سپکاوی دی. 

اوس په دې حساس وخت کې چې افغان حکومت چوپتيا غوره کړې ده، په کار ده چې ولس خپل د توان په حد کې د آسټراليایي ځواکونو د جنګي جرمونو په وړاندې کلک غبرګون ښکاره کړي. 

ځکه زه د افغان کرکټ ټيم لوبغاړو هر یو راشد خان، محمد نبي، مجيب ځدران او ظاهر خان څخه هيله کوم چې دوی دې، د افغان ولس د بچيانو او استازو په توګه، سږ کال د آسټراليا هېواد د کرکټ بګ بش ليګ (Big Bash League—BBL) په لوبو کې د ګډون څخه ډډه وکړي. په مشکل حالاتو کې ولسونه مشکلې پرېکړې کوي. د افغان لوبغاړو څخه دا توقع لرو چې دوی دې په دې حساسو شرایطو کې د افغانانو په ناحقه بهېدل سوې وینې ته درناوی وکړي. 

په (BBL) کې ګډون نه کول له مظلومو افغانانو سره د يووالي څرګندولو تر څنګ د آسټرالیایي ځواکونو د جنایاتو غندلو تر ټولو ښه لاره ده. کله چې تاسې، چې د آسټراليايي ټیمونو تکړه لوبغاړي یاست، په (BBL) کې ګډون ونه کړئ، ستاسې آستراليايي مينوال به پوښتنې وکړي چې تاسې ولې سږ کال په (BBL) کې لوبې نه کوئ. 

تاسې خپلو مينوالو ته په ځواب کې په درنښت وواياست چې تاسې له دوی سره د مينوالو په توګه مينه لرئ، خو ستاسې ملي او انساني احساسات د آسټرالیایي سرتېرو د جنګي جرمونو له امله سخت اغيزمن سوي دي، او تاسې د بې‌ګناه او مظلومو افغانانو سره د يووالي څرګندولو په خاطر سږ کال په (BBL) کې ګډون نه سئ کولی. 

کله چې دا ښکاره او څرګنده سي چې په (BBL) کې د افغان لوبغاړو د ګډون نه کولو لامل په افغانستان کې د آسټراليايي ځواکونو لخوا د جنګي جرمونو ارتکاب دی، دا کار به د آسټراليايي ځواکونو د اصلیت په اړه د دې هېواد‌ د خلکو د پوهې کچه لوړه کړي او د آسټرالیا پر حکومت او ځواکونو به فشار لا هم ډېر کړي چې په راتلونکې کې د داسې جنایتونو مخنیوی وکړي.

په (BBL) کې په نه ګډون سره به تاسې (راشد، نبي، مجيب او ظاهر) يو څو ډالره له لاسه ورکړئ. خو د ځان څخه د دې خبرې پوښتنه وکړئ چې آيا ‌ستاسې ایمان او وجدان تاسې ته دا اجازه درکوي چې د مظلوم افغانانو وينې هېرې کړئ او د شخصي ګټو په خاطر په (BBL) کې لوبې وکړئ؟ دا ښه په یاد ولرئ چې تاسې نن هر څه چې یاست د افغانستان او د افغانانو له برکته یاست. دا ستاسې دیني، اخلاقي او وجداني مسؤلیت دی چې مظلوم افغانان هیڅکله له یاده ونباسئ. کور مو ودان. 


آروین رهي خپلواک لیکوال او د پروان والي پخوانی مشاور دی، او ایمیل آدرس یې[email protected] دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب