جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+حامزه مختار: بابراعظم حامله کړم او بیا يې پرېښودم

حامزه مختار: بابراعظم حامله کړم او بیا يې پرېښودم

تاند (یک شنبه، د قوس ۹) د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پرلوبډلمشر او مخکښ توپوهونکي بابراعظم یوې ښځې ناموسي تور لګولی دی.

د حامزه مختار په نوم يوه ښځه د بابراعظم په اړه وايي: «هغه حامله کړم او بیا یې پرېښودم»

بابر اعظم چې د پاکستان مخکښ توپوهونکی دی یو ځل بیا يې په رسنیو کې په اړه پخوانۍ کیسې راتازه شوې دي.

پاکستاني رسنيو کې د خپرو شويو راپورونو له مخې د حامزه مختار په نوم یوې ښځې رسنیو ته ویلي دي چې، بابر اعظم يې د ښوونځي د وخت ملګری دی.

مختازه زیاته کړې: « دواړو یو بل سره مینه درلوده، د دواړو کورنۍ هم په دې اړه خبرې وې او غوښتل يې چې واده وکړي.»

نوموړې زياتوي چې بابر اعظم ورسره دوکه وکړه او هغه يې حامله کړه او بیا یې پرېښوده.

مختار پرپاکستانیانو غږ کړی چې د هغې ملاتړ وکړي او د انصاف په ترلاسه کولو کې دې له هغې سره ودرېږي.

دغه ښځه وایي چې پر بابر اعظم يې ډېر زیات مصارف کړي دي او هغه يې تر دې مقام رارسولی دی.

حامزه مختار همدا راز د پاکستان له کرکټ بورډ څخه هم غوښتنه کړې ده چې هغه دې د ملي لوبډلې له لوبډلمشرۍ لرې کړي.

په راپورونو کې ویل شوي دي چې د ښځې څو کاله مخکې هم په بابراعظم ځینې تورونه پورې کړي و چې وروسته يې بیا کوم ثبوت نه درلود.

بابر اعظم د پاکستان یو مخکښ توپوهونکی دی، هغه چې د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام څخه وروسته د شل اوریزو او پنځوش اوریزو لوبو لوبډلمشر ټاکل شوی و په دې وروستیو کې د ټېسټ لوبو لپاره هم لوبډلمشر وټاکل شو.

بابر اعظم او د پاکستان کرکټ بورډ په دې اړه تر اوسه کوم څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې هم د ځيني پاکستاني کرکټرانو په اړه داسې موضوعات راسپړل شوي دي آن دا چې د ځینو پاکستاني لوبغاړو غېر اخلاقي ویډیوګانې او چټونه هم په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب