جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاصیلا وردګ د اسلامي همکاریو د بشري حقونو د کمېسیون کمېشنره وټاکل...

اصیلا وردګ د اسلامي همکاریو د بشري حقونو د کمېسیون کمېشنره وټاکل شوه

تاند( یک شنبه، د قوس ۹) افغانستان د اسلامي همکاریو د سازمان د بشري حقونو د کمیسیون غړیتوب خپل کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د یاد سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا په کنفرانس کې د یوې رایې اچونې په ترڅ کې له  افغانستان اصیلا وردګ بریالۍ شوې چې، د دغه سازمان د بشري حقونو د کمیسیون د کمېشنرې په توګه وګومارل شي.

هغه به تر ۲۰۲۵ز کال پورې د دغه نړیوال سازمان د بشري حقونو د کمیسیون غړیتوب ولري.

د بهرنیو چارو وزارت په یاد کمېسیون کې د اصیلا وردګ ګومارل کېدل ستره لاس ته راوړنه بللې.

سرچينه وایي په دې حساسو شرایطو کې په دې مهم سازمان کې د افغانستان حضور به دلته د بشري حقونو د وضعیت په ښه کېدو کې خورا مهم او ډېره مرسته وکړي.

https://taand.net/%d8%af-%d8%a7%d8%b3%d9%84%d8%a7%d9%85%d9%8a-%d9%87%d9%85%da%a9%d8%a7%d8%b1%db%8c%d9%88-%d9%86%da%93%db%8c%d9%88%d8%a7%d9%84-%d8%b3%d8%a7%d8%b2%d9%85%d8%a7%d9%86-%d8%a7%d8%b3%d9%84%d8%a7%d9%85%d9%8a/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب